جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونه مصنوعي بحرانونه ــ جعلي جنجالونه| شهرت ننګیال

 مصنوعي بحرانونه ــ جعلي جنجالونه| شهرت ننګیال

دپردیو په ناړو لامده اوپه بادو پړسېدلي حکومتونه اوله ملي ملاتړ بې برخې رژیمونه یا پر استبداد اواختناق تکیه خپل مجبوریت ګڼي اویاهم په ټګیو، برګیو اودرواغو دخپل ژوند او عمر دغځیدا اوسیاسي ګټې وټې هیلې پالي.
په دې کې یوعنصر چې دغسې حکومتونه ورته لاس اچوي دمصنوعي جنجالونو، بحرانو او کشالو رامنځ ته کول دي چې دخلکو پام له لویو کړکیچونو ، معضلو او ستونزو څخه اني او مصنوعي هغوته واړوې.
جنرال مشرف ددې لپاره چې په بلوچستان کې دنواب اکبر بګتي له وژني راولاړ بحران دخلکو پام په بله کړي،په اسلام ابادکې پر سره جومات دبرید بحران رامنځ ته کړ.
دغسې بیلګې چې واکمن په لوی لاس مصنوعي بحرانونه رامنځ ته کوي خورا ډیر دي  ــ دا څو ورځې وړاندې دلویی جرګې په خیمه کې د ډاکترنجیب الله دکالیزې دنمانځغونډې پر سر راولاړې ناندرۍ دهمدغسې یوې هڅې بیلګه وه.
د نمانځغونډې د مسوولانوپه خبره دا ارګ و چې دوی یی دلویی جرګې په کیږدی کې غونډې ته وهڅول،که نه له څو کالو د ډاکتر نمانځغونډه په درنښت او ختمونو دهیواد په ګوټ،ګوټ او پلازمېنه جوړیدله.
دنمانځغونډې پر وړاندې دجهادي تنظیموغبرګون یو بل نامناسب ګام و چې دارګ پر ژرنده یی اوبه ور برابرې کړې.
په همدغو ورځوکې دکندهار ډنډولسوالي کاریزي کې یو څورلس کلن زلموټي دیوې پوستې دسرتېرو اوقوماندان له جنسي ځورونې اوتیري وروسته په روغتون کې سا ورکړه،خو نه حکمتیار نه نورو اخوانیان اوجهادیان په اعتراض ووتل.
په پروان کې د یوې وکیلې ورور او ټوپکیانو پر دوو میرمنو دجنسي تیري او ځورونې پېښه دهمدغو شپو ورځو فاجعه ده خو هیڅوک د میرمنو دحقونو دخوندیتابه د مدعیانو په شمول کومې احتجاجیه غونډې او لاریون ته راغونډ نشول.
کرام الدین کریم له مشهود جرم سره په هیوادکې دننه یوه سیمه کې نه یوازې خوندي دی،بلکې غونډې، کنفرانسونه جوړوې، پر ده ثابت شوی جرم د فوټبال دښځینه لوبغاړو جنسي ځورونه ده خو دښځو دحقونو فعالان کومه ورځ په اعتراضیه غونډه راټول نشول.
صفر یک و دو وچند ،ملي امنیت ،ملې اردو اوځانګړي ځواکونه ددغه یوه کس دنیولو زړه پښتورګي نشي لرلی.
د سیکولر هندوستان په سلمه برخه دافغانستان اسلامي جمهوریت کې دچاغږ پورته نشو…..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب