Homeخبرونهټرمپ په لومړنۍ کمپایني غونډه کې برخه اخیستې

ټرمپ په لومړنۍ کمپایني غونډه کې برخه اخیستې

تاند(سه شنبه، د میزان ۲۲) ټرمپ له کورونا تر رغېدو وروسته په خپله لومړنۍ کمپایني غونډه کې برخه اخیستې ده.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ تېره ورځ په فلوریډا ایالت کې خپله لومړنۍ کمپایني غونډه ترسره کړه.

نوموړي په دې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې اوس یې روغتیايي وضعیت ښه دی او خپلو کمپایني لیدنو کتنو ته به ادامه ورکوي.

ددې تر څنګ د ټرمپ ځانګړي ډاکټر هم ویلي چې د ټرمپ پایله منفي ده او له دې وروسته د کورونا ویروس نه لېږدوي.

ټرمپ څو ورځې وړاندې په کورونا اخته شو چې تر درې ورځني بستر وروسته بېرته له دغه ویروس جوړ شوی دی.

ټرمپ باندې وروسته تر کورونا ویروس ډیری امریکایي وګړو دا نیوکه کوله چې ګني ټرمپ له کمپایني غونډو د ځان خلاصولو لپاره دروغ وویل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...