چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهپه سالنګ کې د واورې ورښت او موټر چلوونکو ته خبرداری

په سالنګ کې د واورې ورښت او موټر چلوونکو ته خبرداری

تاند (سه شنبه، د میزان ۲۲) د سالنګونو د ساتنې ریاست وایي، په شمالي سالنګ کې د واورې ورېدو له امله باید له دې مسیر څخه تېرېدونکي موټر چلوونکي ټول اړین وسایل له ځان سره ولري.

دغه اداره وایي، تیره شپه په شمالي سالنګ کې واوره ورېدلې،خو اوس مهال لاره د تګ راتګ پرمخ خلاصه ده.

سرچینه زیاتوي، چې یادې لارې ته په کتو موټر چلوونکي باید له احتیاط کار واخلي.

د سالنګونو د ساتنې ریاست ویلي له دې لارې تېرېدونکي موټر باید چینونه ولري او موټر چلوونکي دې، د خوندیتوب لپاره اړین وسایل له ځان سره ولري.

یاده اداره داسې مهال موټر چلوونکو ته له وړاندې خبرداری ورکوي، چې ډېرکله پر یاده لار د ژمي د واورو پرمهال موټرچلوونکي له سختو ستونزو سره مخ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب