جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهار: د چرګانو د دانې ۵ فابریکې په ساعت کې ۱۲۰ ټنه...

ننګرهار: د چرګانو د دانې ۵ فابریکې په ساعت کې ۱۲۰ ټنه تولید لري

تاند (سه شنبه، د میزان ۲۲) د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسولان وایي په دې ولایت کې د چرګانو د تولید ۵ فابریکې فعالیت لري چې په ساعت کې ۱۲۰ ټنه دانه تولیدوي.

د دغه ریاست رئيس محمد حسن محسن وايې، چې په یادو فابریکو کې شاخوا ۲۰۰۰ کاریګر په کار بوخت دي.

د محسن په خبره یادې فابریکې په ورځ کې تر۱۶۰۰ ټنه دانه تولیدوي.

نوموړی زیاتوي، چې دوی په دې هڅه کې دي څو نږدې راتلونکې کې په دې برخه کې ۳ نورې فابریکې هم فعالې کړي.

هغه زیاته کړه تر ډېره یې هڅه کړې، چې د دانې په تولید کې په کرنیزه برخه کې کارېدونکي توکي له ننګرهار څخه پوره کړي او د نورو هېوادونو له احتیاجه خلاص شي.

د چرګانو کاروباریان خوښ دي چې په کور دننه د چرګانو دانه ترلاسه کوي.

دوی وایي له دې وړاندې به یې له ګاونډ پاکستان نه دانه راوړله چې له سختو ستونزو سره به مخ وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب