یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزیر په کابل کې پولیسو ته د غلو د...

د کورنیو چارو وزیر په کابل کې پولیسو ته د غلو د ویشتلو امر کړی

تاند (یک شنبه، د میزان ۲۰) د کورنیو چارو وزیر د کابل پولیسو ته امر کړی، چې غله او مجرمین دې له پیژندل کېدو وروسته وولي.

نوموړي چې تېره شپه یې د کابل له پنځمې امنیتي حوزې لیدنه کړې، مسوولانو ته سپارښتنه کړې ، چې د مجرمینو او غلو پر وړاندې دې مبارزه چټکه کړي او له توپیر پرته دې غله او مجرمین په نښه کړي.

نوموړی زیاته کړې هغه مسوولان چې په دنده کې ناغیړي کوي جدي چلند به ورسره کیږي.

کورنیو چارو وزارت داسې مهال دا اقدام کوې چې په کابل ښار کې په دې وروستیو کې جنایي جرمونه، غلاوې او د سړي تښتونې پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.

د کابل ښاریان بیا وایي چې د کابل په هېڅ سیمه کې ځان امن نه احساسوي او وروستیو کې هره لار کې لارې شکوونکي غله موجود دي.

د ټولنیزو رسنیو کې په زیات شمېر افغان کاروونکي هم په خپلو پاڼو په همدې اړه شکایتونه کړي او له چارواکو یې د جدي اقدام غوښتنه کړې.

5 COMMENTS

  1. زما په اند یوه ځانګړي ټیم ته د غلو ویشتلو امر ورکړل لا ګټور دي.
    یو پټې کامرې واله، یوه سره موبایل، دریم سره اسلحه او څلورم تن باید موتر یا موتر سیکل سره ولاړ وي.

    چې کله غل موبایل تښتوي فلم دې ترې واخلي او بل تن دې پرې فیرونه وکړي.

  2. خدای ج دي وکړي چي دا سپارښتني عملي شي تنها تر امر پوري محدود پاته نه شي او عملا یو څو غله او جنایت کاران وویشتل شي، چي نورو ته پند شي.

  3. جګپوړی چارواکی لومړی خپل ځانونه فیر کړی،ځکه چه همدا جګپوړی چاراکی لوی غله ده،

  4. د کابل ښار غله مجبوره او عادي غله ندي . دا غله له مافیایي بانډونو او ډلو سره ارتباط لري . دغه ډلې د نظام د ضعف او بدنامي او د کابل ښاریانو د ژوند د ګډوډلو لپاره په غلاوو او وژنو بوختې دي.
    بنا د هغوی کشفول ، پیژندل ، نیول اود ضرورت په وخت کې سمدستي له منځه وړل د ټول ملت په خیر دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی