یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeسپورتآی پي اېل: کلکتې له پنجاب او بنګلور له چېنای لوبه وګټله

آی پي اېل: کلکتې له پنجاب او بنګلور له چېنای لوبه وګټله

تاند (یک شنبه، د میزان ۲۰) د هند غوره ليګ ای پي اېل سياليو په ۲۴مه لوبه کې کلکتې لوبډلې کېنګز الېون پنجاب لوبډلې ته د دوو منډو او بنګلور لوبډلې بیا چینای لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپير ماتې ورکړې.

د یادو لوبو لومړۍ یې تیر مازدیګر ترسره شوه، چې پکې کلکتې لومړی توپ وهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په زیان يې شلو اورونو کې پنجاب لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف ورکړ.

د کلکتې لپاره شوبمن ګېل ۵۷، ایون مورګن ۲۴ او دنیش کارتيک د دوو شپږيزو او اتو څلوريزو په مټ په ۲۹ توپونو باندې ۵۸ تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې.

دوهمه پاڼۍ کې که څه هم د پنجاب لپاره لوبډلمشر لوکېش راهول ۷۴ او اګروال ۵۶ منډې تر لاسه کړې خو د هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل او د پنځو لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

دغه راز په ۲۵مه لوبه کې بيا بنګلور لوبډلې د ۳۷ منډو په توپير چينای سوپر کينګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

بنګلور لوبډلې چینای ته په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه چې په مقابل کې د چینای لوبډلې ورته ۱۳۸ منډې وکړې.

د بنګلور لپاره په توپ وهنه کې کپتان ویرات کوهلي ۹۰ منډې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د یادونې ده چې په روانو سیالیو کې نن هم دوه سیالۍ، حيدراباد د راجستان په وړاندې او ممبیي د ډهلي په وړاندې لوبیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب