Homeخبرونهپاکستاني چارواکي وایي افغانستان او پاکستان د زیاتو اقتصادي اړیکو فرصتونه لري

پاکستاني چارواکي وایي افغانستان او پاکستان د زیاتو اقتصادي اړیکو فرصتونه لري

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۰) پاکستان وایي د افغانستان اقتصادي وده او له دغه هېواد سره ښې اړیکې لرل د ټولې سیمې له ودې او پرمختګ سره مرسته کوي.

د پاکستان یوې سیاسي څېرې او ددغه هېواد د حکومت چارواکي شهریار اپرېدي ویلي دي پاکستان او افغانستان په خپلو کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره خورا ډېر فرصتونه لري.

د هغه په وینا پاکستان، چین او افغانستان په ګډه کولی شي په سیمه کې ستر اقتصادي تحولات رامنځ ته کړي چې له دې سره جوخت به ترهګري او ناامني له سیمې ورکه شي.

د نوموړي په خبره پاکستان ته په کار ده چې له افغانستان سره د سولې په راوستلو کې همکاري وکړي، ځکه ددغه هېواد امنیت او سوله د پاکستان او سیمې د سولې په مانا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....