تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) ټرمپ له روغتون رخصت شوی، خو ډاکټران وایي چې روغتیايي وضعیت یې په بشپړه توګه نه دی ښه شوی.
تېره ورځ ناوخته د ټرمپ ځانګړې الوتکه په نظامي روغتون کې ښکته شوه او ټرمپ یې بېرته له هغه ځایه سپينې ماڼۍ ته راوست.
ټرمپ ویلي چې اوس ښه دی او خپلو چارو ته به ادامه ورکوي، خو د هغه معالج ډاکټران وايي چې نوموړی په بشپړه توګه نه دی ښه شوی، خو اړتیا نشته چې له دې وروسته په روغتون کې وي.
ډاکټران وایي تر لسو ورځو پورې به د هغه وضعیت ارزوي.
ټرمپ څو ورځې وړاندې په کورونا ویروس اخته شو چې بیا درې ورځې د واشنګټن په یوه مهم نظامي روغتون کې بستري و، خو خپلې چارې یې هم له هغه ځایه پر مخ وړې.
د ټرمپ په اړه ځینې امریکایان وایي چې دی له اوله روغ و خو د مناظرې نه د ځان پټولو له خاطره یې د خپلې کورونا موضوع راپورته کړه.