جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهقطر: افغان سولې سره بشپړه همکاري کوو

قطر: افغان سولې سره بشپړه همکاري کوو

تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) ولسمشر غني په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر سره په کتنه کې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر تېره شپه د قطر له لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه سره کتلي دي.

د قطر لومړي وزیر ویلي چې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په دې لټه کې دي چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.

ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي چې په افغان سوله کې د قطر همکاري مهمه ده او ټینګار یې کړی چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بایدلا پراخې او پیاوړې کړل شي.

د قطر لومړي وزیر د افغان سولې په برخه کې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په ورته وخت کې ولسمشر غني په دوحه کې د رسنیو له مشرانو سره په خبرو کې ویلي چې سوله د افغانستان د خلکو تر ټولو ستره غوښتنه ده، خو افغان حکومت ته اساسي قانون او د سولې مشورتي لویې جرګې منشور سرې کرښې دي او دفاع به ترې کوي.

نوموړي دغه راز ویلي چې مذاکراتي پلاوی له بشپړ ملاتړ او خپلواکۍ برخمن دی، پوره صلاحیت لري او د سولې اړوند ټولې پرېکړې کولی شي.

دا خبرې داسې مهال ترسره کیږي چې پرون سهار ولسمشر غني د ځینو لوړ پوړو پلاوو په ملتیا قطر ته په دوه ورځیني سفر لاړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب