جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاستراليا: ځواکونه یې د جنګي جنایتونو په اړه د سپیناوي تیاری نیسي

استراليا: ځواکونه یې د جنګي جنایتونو په اړه د سپیناوي تیاری نیسي

تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) استراليايي چارواکو ددغه هېواد پوځ ته خبر ورکړی چې په افغانستان کې پر دوی د شته جنګي جنایتونو د سپیناوي لپاره تیاری ونیسي.

د استرالیا د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي د استرالیا د ځانګړو هوايي او ځمکنیو پوځیانو هغو غړو ته لیک استولی چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی دی.

نوموړي په دې لیک کې ویلي چې د یادو ځواکونو په اړه په افغانستان کې د جنګي جنایت د ترسره کولو ادعا موجوده ده، نو له همدې امله دغه پوځیان اړ دي چې د خپلو کارونو په اړه وضاحت ورکړي.

تر دې وړاندې په ګڼو راپورونو کې ادعا شوې چې استرالیايي ځواکونو په ارزګان او نورو ولایتونو کې د خپل ماموریت پر مهال په قصدي توګه عام وګړي وژلي دي او د خلکو پر کورونو یې بې مورده چاپې وهلې یا یې بریدونه کړي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې هم ددغه راپورونو د څېړلو ژمنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب