جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحنیف اتمر: د سولې بهیر کې د ملګرو هیوادونو پر همکارۍ ټینګار...

حنیف اتمر: د سولې بهیر کې د ملګرو هیوادونو پر همکارۍ ټینګار کوي

تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) افغان حکومت وایي له ټولو هغو هېوادونو سره خبرې کوي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې دخیل دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د افغانستان د سولې په مسئله کې د امریکا او سیمه ییزو هېوادونو همکاري خورا مهمه ده او افغان حکومت له ټولو اړخونو سره پر لا ډېرو همکاریو خبرې کوي.

د هغه په وینا د افغانستان د سولې په مسئله کې امریکا، روسیه، چین، ایران، پاکستان او قطر هر یو خپل رول لري او باید ترې استفاده وشي.

حنیف اتمر دغه راز وایي افغان حکومت هڅه کوي په پوره توان د سولې روانه پروسه بریا ته ورسوي او ټول هغه خنډونه د ملګرو هېوادونو په مرسته ختم کړي چې د سولې د ځنډېدو سبب ګرځي.

حنیف اتمر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب