Homeخبرونهلغمان: د پروني موټربم برید د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۴۴...

لغمان: د پروني موټربم برید د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۴۴ تنو ته ته ورسید

تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي رسنیو ته وویل چې پرون سهار شااوخوا ۱۰بجې د مرکز مهترلام اړوند د سلطان غازي بابا ښارګوټي دخولي دروازې ته څېرمه د دغه ولایت د والي رحمت الله یارمل په موټریز کاروان موټربم چاودنه شوې.

دولتزی زیاتوي چې خپله والي ترې روغ وتلی خو د پېښې له ځایه د مهترلام ولایتي روغتون ته ۴۴ کسان انتقال شوي چې له ډلې یې ۸ کسان وژل شوي دي.

د دولتزي په خبره، په وژل شویو کسانو کې ۴ تنه د لغمان د والي ساتونکي او ۴ نور ولسي وګړي دي.

دولتزي وویل چې په ټپي شویو ۳۶ کسانو کې دوه د والي ساتونکي او پاتې نور ملکي کسان دي.

د لغمان پر والي رحمت الله یارمل دغه موټربم برید په داسې حال کې شوی چې نوموړی خپل دفتر ته د تګ په حال کې و.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د مقام پر تعمیر هم موټربم چاودنه شوې وه چې له امله یې د ۴ ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي وو او ۴۰ نور ټپیان وو.

تر اوسه د دغو دواړو بریدونو مسؤلیت چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...