جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: طالب جنګیالي نور له جنګه ستړي دي

ولسمشر غني: طالب جنګیالي نور له جنګه ستړي دي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) ولسمشر اشرف غني نن په دوحه کې د مذاکره کوونکي پلاوي سره په کتنه کې هغوی ته په خطاب کې ویلي، تاسو د نظم او نظام استازیتوب کوئ.

ښاغلي غني په دې لیدنه کې د حکومت له مرکچي پلاوي مننه کړې چې خپل لیدلوری او طرز یې د اساسي قانون او د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک سره سم عیار کړی دی.

نوموړي د حکومت مرکچي پلاوی د وصل ټیم یاد کړی او ویلي دي چې ولس په اساسي توګه د روانې ۴۰ کلنې جګړې پایته رسېدل غواړي.

د هغه په خبره د همدې لپاره هره ورځ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د دفاع په لاره کې قربانۍ ورکوي تر څو د خلکو ژوند خوندي تامین شي.

اشرف غني د خپلو خبرو پر دوام ویلي، نړۍ د افغانستان د سولې او پرمختګ په اړه اجماع لري او حکومت د ملي او بین المللي پانګو د جذب لپاره هلې ځلې کوي.

غني زیاته کړې له همدې امله استرالیایي میلیاردر له حکومت سره په افغانستان کې د پانګونې بېلابېل تفاهم لیکونه لاسلیک کړي او له زیمنس کمپنۍ سره  هم د بادي برېښنا د تولید لپاره خبرې روانې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني دا هم ویلي چې ټول افغان ولس او طالب جنګیالي نور له جنګه ستړي دي او دغه ستړیا یې باید په اساسي توګه درک شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب