جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه تېرو شپږو میاشتو کې د هدفي بریدونو له امله ۵۳۳ ملکي...

په تېرو شپږو میاشتو کې د هدفي بریدونو له امله ۵۳۳ ملکي وګړي وژل شوي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په هېواد کې د روانو هدفي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دې ادارې ويلي د دوی موندنې ښيي، چې د روان کال له شپږ میاشتو راپدیخوا په هدفي بریدونو کې ۵۳۳ کسان وژل شوي او له ۴۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د دغه بنسټ مشرې شهزاد اکبر ویلي، هره ورځ په چارواکو، دیني عالمانو او ملکي وګړیو هدفي حملې کېږي چې د دوی اندېښنې یې زیاتې کړي دي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې یوازې په کندهار کې د سږکال د فبرورۍ د ۱۹ او د سپتمبر د ۲۰ ترمنځ د اووه میرمنو په ګډون ۱۲۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویلي، چې پرون یکشنبه یې دوه افسران په کابل کې وژل شوي دي، دغه راز له دې برید وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون پر غړي او ویاند حمدالله ارباب او د میدان ښار پر ښاروالې ظریفه غفاري بریدونه وشول چې دواړه ترې روغ ووتل.

په دې بریدونو کې په داسې مهال زیاتوالی راځي چې د افغان دولت او طالبانو مذاکره کوونکي پلاوي له درې اونیو راپدېخوا په دوحه کې په خبرو بوخت دي، خو تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب