جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ملکي هوايي چلند اداره: د پروازونو ځنډېدو له امله په هوايي...

د ملکي هوايي چلند اداره: د پروازونو ځنډېدو له امله په هوايي شرکتونو جریمې لګول کېږي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي له دې وروسته به هغه هوایي شرکتونه جریمه کړي چې له دلایلو پرته یې په پروازونو کې ځنډ رامنځته کیږي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې که چیرې د کوم هوايي شرکت د الوتکو پروازونه له ټاکلې نیټې نیم ساعت وروسته شي، تر ۱۰۰زرو افغانیو پورې جریمه ترې اخیستل کیږي.

د ملکي هوایي چلند ادارې د نوې طرحې له مخې هغه پروازونه به لغوه شي، چې له پینځو ساعتونو زیات ځنډ پکې راشي او شرکت اړ دی چې مسافر مناسب ځای ته ولیږدوي او بدیله الوتکه ورته پیداکړي.

دا طرحه وروسته تر هغه وړاندې کېږي چې تر دې مخکې مسافرینو د کابل هوایي ډګر کې د پروازونو ځنډیدو له امله شکایتونه کړي دي.

د مسافرو په وینا چې دوی په ټاکل شوي وخت او نیټې هوايي ډګر ته ورځي، خو هلته په ساعتونو ساعتونو منتظر پاتې کېږي.

دا ځنډ د داخلي پروازونو په پرتله بهرنیو پروازونو کې زیات لیدل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب