Homeخبرونهجرمني راتلونکې میاشت له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي

جرمني راتلونکې میاشت له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) جرمني ویلي په راتلونکي ډسمبر میاشت کې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ایستلو بهیر پیلوي.

دغه هېواد په داسې حال کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو ویلي چې امریکا تر راتلونکې یوې میاشتې پورې افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمولو خبر ورکړی دی.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد د لوجیستیکي چارو د سمبالولو لپاره ۱۰۰ کارپوهان افغانستان ته لېږلي دي.

په همدې حال کې د فنلنډ د دفاع وزیر انټي کایکونن سین هم ویلي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عملیات پای ته رسېدونکي دي او زیاته کړې یې ده چې دوی به د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په پسرلي کې له افغانستان څخه خپل ټول شپېته سرتېري بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

نوموړي د سولې خبرو ته په اشارې ویلي، سره ددې چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نه دی خو په وینا یې هیله مندي شته.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې امریکایي پوځیان د ۲۰۲۱ میلادي کال تر مۍ میاشتې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...