دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهجرمني له افغانستان سره ۱۸۰ میلیونه یورو مرسته کوي

جرمني له افغانستان سره ۱۸۰ میلیونه یورو مرسته کوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت له افغانستان سره ۱۸۰ میلیونه یورو مرسته کوي.

د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) ژمنه کړې چې په ۱۳۹۹ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۸۰ میلیونه یورو مالي او تخنیکي همکاریو لپاره پانګونه وکړي.

خبرپاڼه کاږي، نوره مرسته به BMZ په مستقیمه توګه نادولتي موسسوو ته ورکوي.

دغه راز الماني چارواکو ویلي چې د بروکسل ژمنې پر بنسټ به دا هېواد په ملکي برخه کې افغانستان ته ۴۳۰ میلیونه یورو کلنۍ مرسته هم پیل کړي.

هر کله پر جرمني سربیره د نړۍ ډیری هیوادونه له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب