جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمایکل کوهن: که ټرمپ ناکام شي امریکا به له بېساري کورني تاوتریخوالي...

مایکل کوهن: که ټرمپ ناکام شي امریکا به له بېساري کورني تاوتریخوالي سره مخامخ شي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) د امریکا د ولسمشر پخوانی وکیل وايي، که په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ټرمپ ناکام شي امریکا به له بېساري کورني تاوتریخوالي سره مخامخ شي.

د ډونالډ ټرمپ پخوانی وکیل مایکل کوهن ویلي، د امریکا اوسنی ولسمشر ددغه هېواد په راتلونکو ټاکنو کې د ځان د بریا لپاره هر کار ته چمتوالی لري.

د کوهن په وینا، که چېرته ټرمپ ناکام شي نو امریکا به له بېساري کورني تاوتریخوالي سره مخامخ شي. دی زیاتوي، نوموړي د ځان د بریا لپاره حتی له جګړې هم مخ نه اړوي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، داسې شواهد شته چې د ټرمپ ټاکنیز کمپاین کې ځینې کسانو ته ان اوس لا د رایو صندوقونو کې د لاسوهنې لپاره پیسې ورکړل شوي دي.

د مایکل کوهن په خبره، له دې چارې سره به د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې وځنډېږي او پایله کې به یې دا هېواد له ګډوډیو سره لاس او ګریوان شي چې ښايي کورني تاوتریخوالي ته لاره هواره کړي.

بلخوا د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته دوو مخکښو نوماندانو ډونالټرمپ او جوبایډن په خپله لومړنۍ تلویزیوني مناظره کې پر یو بل سختې نیوکې وکړې او یو بل ته یې سپکې سپورې وویلې چې ډیری امریکایانو د داسې یو حالت هیله نه درلوده او دا یې مناظره نه، مشاجره وبلله.

1 COMMENT

  1. دونالد ترمپ د یو لیونۍ سپی خصلت لری اودده دی لیونی اعمالو باندی هیڅ شک نشته چی امریکا کښی کورنی جګړه رامینځ ته کړۍ شی ، بلی دی زهرناکه ډالرو لکه چی په افغانستان کښی دوزخی اور ئي تود کړۍ دی او د امریکا دا ډالری بیماری به د امریکا ملت هم ټوټه کړی او که دا کار صورت ومومی نو هلته به هم شعوری په غربت ساتلۍ ملت د تباهی سره مخامخ شی اودا منفی اقدام به په نړۍ کښي بی سارۍ غمناکه تاثیرات رامینځ ته کړی ، امید دی چی دونالد ترمپ د کورونا ویروس تاثیر لاندی لږ څه انسانی حالت ته راشی او افغان ملت هم خپل غریب ژوند ته پریږدی ، افغان ملت لکه چی دوګما کمونستی بابولانو څخه نفرت لری همداسی د امریکا تخریبکاره فریبی دیموکراسی بابولانو څخه هم نفرت لری ، افغان ملت یو اوږد نامداره تاریخ لری او ملت د جواریو خوراک باندی همیش قناعت درلود او دا امید ئي درلود چی د خپلو اولادو علمی تربیی په وسیله به د افغان ملت کلتور په چوکات کښي په تدریجی توګه د ابتدائي ژوند شرائيطو څخه راووزی اما دی مضرو قدرتونو ملت ته زهرناکه مکروبونه وروزل او اوس ئي د ملت په اوږو ئي سپاره او اوس هم دوام لری ، دونالد ترمپ او لاد یمیر پوتین باید دا مضر مکروبونه امریکا او روسیی ته انتقال کړی او پریږدی چی افغان ملت بیا پخپلو پښو ودریږی او افغان ملت د روسیی او امریکا ملتونو د بدبختی ملاتړ او طرفدار نه پخوا وو او نه به وروسته وی!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب