جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کمیسیون یو ځل بیا د جګړې له ښکیلو خواوو...

د بشري حقونو کمیسیون یو ځل بیا د جګړې له ښکیلو خواوو د اوربند غوښتنه کړې

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې شوی موټربم چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.

د وروستیو شمېرو له مخې په دې پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي.

دې کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دا او دې ته ورته نور بریدونه د نړیوالو بشرپاله حقونو خلاف او دوام یې د سولې پروسې پر زیان بولي.

په خبرپاڼه کې دغه راز له امنیتي او دفاعي بنسټونو غوښتل شوي چې د دا ډول بریدونو عاملین ژر پیدا او تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې هر څه ژر روانه جګړه پای ته ورسوي او پر یو سراسري اوربند هوکړه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار په غني خېلو کې تر موټربم چاودنې وروسته تېره ورځ په کابل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رئیس او ویاند حمدالله ارباب پر موټر چاودنه کې د هغه موټر چلوونکی ووژل شو او نن د لغمان د والي پر موټریز کاروان چاودنه شوې چې د څلور نظامیانو په ګډون پکې اته تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

تر اوسه په کوم چا یا ډلې ددغو بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب