شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهویلسن: تاوتریخوالی زیات شوی، افغانان اوربند ته اړتیا لري

ویلسن: تاوتریخوالی زیات شوی، افغانان اوربند ته اړتیا لري

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) په کابل کې د امریکا سفارت شارزدافیر راس ویلسن وايي په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې موټر بم بریدونو یې زړه مات کړی دی.

نوموړي نن پر خپل ټویټر لیکلي چې د سیاسي تاوتریخوالي له امله مرګ ژوبله زیاته شوې او یاد موټر بم بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی دی.

ویلسن زیاته کړې چې افغانان پراخ اوربند ته اړتیا لري.

نن شنبه سهار لس بجې په مرکز مهترلام کې د لغمان والي رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان موټر بم برید کې د چارواکو په وینا اته تنه ووژل شول او څه باندې ۳۰ نور ټپیان شول.

د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزي رسنیو ته وویل چې په وژل شوو کسانو کې څلور ملکي وګړي او څلور د والي ساتونکي شامل دي.

د هغه په وینا په ټپیانو کې دوه تنه د والي ساتونکي او پاتې نور ملکي وګړي دي.

په دغه برید کې د لغمان والي رحمت الله یارمل ته زیان نه دی رسېدلی.

بلخوا د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د تېرې یکشنبې په ورځ د موټر بم برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ووژل شول او ۳۷ نور ټپیان شول.

په وژل شوو کسانو کې یوه ښځه او اته ماشومان او په ټپیانو کې هم د شلو ماشومانو په ګډون یوه ښځه شامله وه.

د چارواکو په وینا د دغه برید اکثره قربانیان ملکي وګړي و.

تر دا مهاله د دغو دواړو بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

په ورته مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې موټر بم برید غندلی او د ورته بریدونو دوام یې د سولې بهیر په ضرر بللی.

په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې خبرو پرانیستل هغه څه دي چې خلکو ته یې د جګړې پای ته رسېدو په اړه هیلې پیدا کړي دي خو تر اوسه د بین الافغاني خبرو نتیجه معلومه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب