جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد باختر هوایي شرکت یو ځل بیا خپلې الوتنې پیلوي

د باختر هوایي شرکت یو ځل بیا خپلې الوتنې پیلوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وايي چې د باختر هوایي شرکت ازمایښتي الوتنې پیل شوې دي.

د یادې ادارې په خبره د دې شرکت الوتکو پرون له کابل څخه کندهار ، هرات او مزارشریف ته الوتنې وکړې.

د نوموړي ادارې په وینا دغه شرکت په تیرو دوه لسیزو کې منحل شوی و او اوس د کورني ترانسپورت بازار ته داخل شوی.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وايي چې د دې شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکې پرون کندهار ، هرات او مزارشریف ته الوتنې کړې دي.

د دې ادارې ویاند نعیم صالحي نن رسنیو ته وویل چې باختر شرکت به په نږدې راتلونکي کې خپل رسمي فعالیتونه پیل کړي.

هغه زیاته کړه چې د باختر افغان هوایي شرکت الوتنې ممکن په رسمي توګه په څو ورځو کې پیل شي.

نوموړی وایي اوس مهال هرات، کندهار او مزارشریف ته د امتحاني الوتنې پیل شوي، خو رسمي الوتنې تراوسه نه دي پیل شوي.

صالحي زیاته کړه چې د تیر په څیر د باختر افغان هوایي شرکت الوتکې به یوازې کورنۍ الوتنې ولري.

د باختر افغان دولتي هوايي شرکت په ۱۳۴۵ کال کې د کورنیو الوتنو لپاره د آریانا هوایي شرکت تر څنګ فعالیت پیل کړ، خو دوه لسیزې مخکې د کورنۍ جګړې له امله وتړل شو.

په ۲۰۱۹ کال کې، افغان حکومت یوځل بیا اعلان وکړ چې دغه شرکت به بیا فعالیت پیل کړي ، خو د کورونا ویروس خپریدو ځنډولی.

په ورته وخت کې، د باختر هوایي شرکت رییس مسلم خرم وايي چې دې شرکت د خپلو کارونو د پیل لپاره د ایکائو نړیوال معیارونه پوره کړي.

خرم وايي چې د پیلوټ د بریالۍ الوتنې وروسته به د باختر الوتکې ولایتونو ته خپل رسمي او منظم پروازونه پیل کړي.

دا مهال د اریانا هوایي خصوصي شرکت الوتکې او د کام ایر خصوصي شرکت الوتکې یو شمیر هیوادونو ته الوتنې کوي او په کورنیو الوتنو کې هم برخه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب