شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهترکیه یو ځل بیا افغانستان ته الوتنې بندې کړي

ترکیه یو ځل بیا افغانستان ته الوتنې بندې کړي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مسؤلین وايي، د ترکیې هیواد «ترکش ایرلاین» شرکت یو ځل بیا افغانستان ته خپل الوتنې بندې کړي دي.

د دغه ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن رسنیو ته وویل چې یاد هیواد په افغانستان کې د کورونا ویروس یو ځل بیا پراخېدو له امله خپلې الوتنې بندې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې هیواد په دې اړه کوم مکتوب نه دی لېږلی، بلکې د ملکي هوايي چلند ادارې سره یې د نیولي تماس په ترڅ کې خپلې الوتنې بندې کړي دی.

نوموړي وویل چې دغه الوتنې به د اکتوبر میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته له سره پيل شي او یا به پیل نه شي معلومه نه ده.

صالحي زیاته کړه چې ترکش ایرلاین شرکت ایران او عراق ته هم خپلې الوتنې بندې کړي دي.

په افغانستان او نړۍ کې د کورونا ویروس تر خپرېدو وروسته د ترکیې په ګډون یو شمېر نورو شرکتونو هم افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړي وي.

ترکش ایرلاین تر درې میاشتنې ځنډ وروسته د تېرې جون میاشتې پر ۲۴مه یو ځل بیا افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې.

خو یاد شرکت تر شاو خوا درې میاشتو الوتنو وروسته روانه اونۍ یو ځل بیا افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب