Homeخبرونهسرپل: د طالبانو ۱۵۰ کسیزه ډله له دولت سره یوځای شوه

سرپل: د طالبانو ۱۵۰ کسیزه ډله له دولت سره یوځای شوه

تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) په سرپل ولایت کې د پولیسو ویاند، نوراغا فیضي تیره شپه رسنیو ته وویل چې طالبان د دوشنبې په ورځ له خپلو وسلو سره یو ځای له دولت سره یو ځای شول.

فیضي زیاته کړه چې دغه ډله تسلیم شویو طالبانو ۱۵۰ میله وسله هم راوړې ده.

د فیضي په وینا، د ګل احمد مرادي په مشرۍ ۱۵۰ کسيزه ډله، چې مخکې د سرپل ولایت د کوهستانت ولسوالۍ په کاشان او اسمیدن سیمو کې د دولت پر ضد فعالیت کاوه، له تاوتریخوالي لاس واخیست او د سرپل امنیه قوماندان شاه مرزا صوفي په شتون کې له دولت سره یوځای شول.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرپل کوهستانت ولسوالۍ له ۷ کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...