Homeخبرونهطالبان: خلیلزاد د دوحې هوکړه د مذاکراتو د اساس په توګه منلې

طالبان: خلیلزاد د دوحې هوکړه د مذاکراتو د اساس په توګه منلې

تاند (سه شنبه، د میزان ۱۵) وسله وال طالبان وایي امریکا هم ورسره منلې ده، چې د سولې مذاکرات باید د دوحې د هوکړې پر بنسټ مخ ته یوړل شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي زلمي خلیلزاد د طالبانو د مشر له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي او په خبره یې په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر روانو مذاکراتو او اړوندو مسایلو بحث کړی دی.

د ډاکټر نعیم په خبره طالب او امریکایي لوري ټینګار کړی، چې د دوحې هوکړه به د مذاکراتو لپاره بنسټ وي او پر همدې اساس به بین الافغاني خبرې مخ ته ځي.

په دې لیدنه کې همدا راز د دغه هوکړې پر عملي کېدو او له هوکړې وروسته پر شوو پرمختګونو هم خبرې شوې دي.

خلیلزاد پر طالبانو غږ کړی، چې د دوحې هوکړې د متن مطابق مخ ته لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...