Homeخبرونهد افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نجیب ترکي د سختو ټپونو...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نجیب ترکي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱۵) د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی نجیب ترکي تېره شپه د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

نجیب تره کی څو ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې په یوه ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شوی وو.

روغتیایي مسولان وایي، چې نوموړي تېره شپه په بسترکې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د نوموړي پر مړینه په کور دننه او د باندې د کرکټ لوبغاړو او مینه والو خواشینې ښودلې ده.

د ټولنیزو شبکو افغان کارونکو هم د ترکي مړینه دکرکټ په ډګر کې لویه ضایع بللې او ډیرو په خپلو فیسبوک پاڼو د خواشنۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

نجیب ترکی د افغان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی او زړور لوبغاړی شمېرل کېده ، چې په ډېرو لوبو کې یې هېوادوالو ته دښې لوبې له امله خوښي هم وربخښلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...