دوشنبه, مې 20, 2024
Homeمقالېد افغانستان سوله، ایا د اوربند امکان شته؟ | حیات الله محبت

د افغانستان سوله، ایا د اوربند امکان شته؟ | حیات الله محبت

په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له راپیل وروسته چې د روان میلادي کال د سیپټمبر پر ۱۲ مه پیل شوي تراوسه کوم ښکاره پرمختګ نه لېدل کېږي.
د څو اوونیو په تېرېدو سره لا هم دواړه ډلې ” حکومت او طالبان ” په دې نه دي توانیدلي چې د اختلافي مواردو پر سر هوکړه وکړي.
د راپورونو له مخې د اختلاف ټکی دا دی چې طالب ډله د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د شوي تړون او حنفي مذهب پر اساس خبرې کول غواړي او د حکومتي پلاوي ټینګار بیا د مشوراتي لویې جرګې پر پرېکړې او د افغان حکومت او امریکا پر ګډ تړون دی.
که څه هم د بین الافغاني خبرو د پیل په لومړیو ورځو کې دواړو لوریو پر دې توافق کړی ؤ چې دریمګړی هېواد به د سولې په بین الافغاني خبرو اترو کې نه راګډوي خو تازه د ځینو سرچینو له قوله راپورونه خپاره شوي چې ځینو هېوادونو د اختلافي مسایلو د حل په مورد د منځګړیتوب هڅې پیل کړي.
خو د هېواد روان وضعیت ته په کتو د هېوادوالو تر ټولو ډېره تلوسه اوربند ته ده او هره شېبه ددې زېري اورېدو ته لېواله دي.
ایا اوربند امکان لري؟
د سولې له روانو هیله وژونکو او پڅو خبرو ښکاري چې د افغانانو تر ټولو ستر ارمان ”اوربند ” د خوب او خیال تر منځ واقع دی.
د جګړې اوږدول د طالبانو په ګټه دي او غواړي له دې لارې لا ډېر وځلېږي واخلي.
د جګړې روان شدت او سختوالي ته په کتو داسې نه ښکاري چې دا ډله دې د اوربند نېت ولري.
پر ټولنیزو رسنیو ځینې غږیز پیفامونه لاس په لاس کېږي چې ځینې طالب مشران خپلو جنګیالو ته د یخ موسم د رارسېدو له امله پاکستان ته د نه اوښتو خبره او امر کوي.
ژمی د نظامیانو او حکومتیانو لپاره یو څه په دې ارام وي چې د طالبانو جګړه کمېږي او طالبان د افغانستان د یخ اقلیم له امله چې په ژمي کې یې لري نه شي کولی په غرونو او سنګرونو کې واوسي.
اوس چې طالبان خپلو جنګیالیو ته امر کوي چې پاکستان ته دې نه ځي ، ښکاره ده چې ددې ډلې تمرکز پر جګړه لا نور هم زیات شوی او اوربند ته لا ډېره نه طی کړې لار پاتې ده.
یوه بله مسئله چې طالبان یې د اوربند نه کولو ته سوق کړي دا ده چې دا ډله غواړي خپل سیاسي لیدلوری او ساحه پراخه کړي، کله چې دوی پر خپل موقف کلک ودرېږي او سخت دریځي اختیاروي، ځینې هېوادونه او نړیوال سازمانونه د مداخلې او له طالبانو سره د اړیکو هڅه کوي او په یو ډول به یې هاند دا وي چې طالب وسله واله ډله قانع کړي،  چې دا کار د طالبانو سیاسي ساحه او اړیکې پراخوي.
تر ټولو مهمه خبره د لا ډېرو امتیازاتو اخیستل دي، روانه جګړه هیڅ توجیه او دلیل نه لري.
یوازینی شی چې طالبان پرې خپله تنده خړوبولی شي او خپل هدف پرې ترلاسه کولی شي جګړه ده ځکه بغیر له جګړې طالب ډله نه سیاسي، نه دیني او نه هم کوم بل منلی دلیل لري چې د روان وحشت، افراطیت او خپل نامشروع هدف دفاع پرې وکړي.
پس له دې هر څه ته په کتو د اوربند کول او د جګړې ودرول جل وهلیو ته په وچه دښته کې هغه اوبه ښکاري چې په حقیقت کې سراب دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب