جمعه, مې 10, 2024
Homeکلتورد ځاځیو د واده دود کتاب چاپ شو

د ځاځیو د واده دود کتاب چاپ شو

ذبیح الله قرار

د ځاځیو د واده دود کتاب نورالله غازي لیکلی او کلاسیک خپروندويې ټولنې چاپ کړ. په یاد کتاب کې د واده اړوند هغه دودونه، کږنې او انګیرنې چې له کلونو راپه دې خوا د ځاځیو ودونه بې له هغوی نیمګړي او پيکه وي، په ډیره روانه او ښکلې بڼه رااخیستل شوي او په کتاب کې ځای پر ځای شوي.

 لیکوال او شاعر ښاعلي ډاکټراحسان الله درمل پرې سریزه لیکلې او دا کتاب يې زموږ د فولکلور د یوې وړې برخې لویه خزانه بللې. د ځاځیو د واده دود کتاب کې هغه لنډۍ، سروکي، لغاتونه او شارې راټولې شوي چې د ځاځیو په ودونو کې ویل کېږي.

 د کتاب لیکوال ښاغلي نورالله غازي په خپلو خبرو کې یادونه کړې چې د دودونو، سندرو او شاریو د راټولونې او د سمې بڼې مالومونې له پاره د ځاځیو ډیرو کلیو ته تللی او ډیر خلک يې غږولي.  

هغه اصطلاحاګانې، لغاتونه او متلونه چې يوازې ځاځي یا نور کم خلک ورسره بلد دي د لیکوال له خوا د کتاب په وورستۍ برخه کې روښانه او تشریح شوي. د جلکۍ له خوښولو نیولې د ناوې د مخ تر بربنډولو د واده ټولې خبرې، ښځه او هډ يې او د واده اړوند نور نرخونه د پخوښځو، ځوانانو،  قومي مشرانو او نرخیانو له خولې په ډیره صادقانه بڼه په کتاب کې ځای پر ځای شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب