شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ...

د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (شنبه د میزان ۱۲) دارزګان سيمه ییز چارواکي وايي د افغان ځواکونو د هوايي بريدونو او ځوابي بريدونو پرمهال ۳۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۵ نورټپيان دي.

دارزګان د څلورمې ليوا وياند اقامحمد صافی وايي، افغان ځواکونو تېره شپه د دهراوود ولسوالۍ په لنډیانې سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي دي چې د ۲۶ وسله والو طالبانو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

نوموړی وايي په دې بريدونو او عملياتو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمير وسلي هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

هغه وايي پلان لري څو ددغه ولايت ګيزاب او دهراوود ولسوالۍ کې وسله وال طالبان نور هم وځپي.

دا بریدونه په داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې چارواکو د ارزګان په دهراوود او ګیزاب ولسوالیو کې د لسګونو امنیتي سرتېرو د مرګژوبلې خبر ورکړی و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب