تاند (شنبه د میزان ۱۲) په فېسبوک ټولنیزه شبکه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د یو شمېر سلاکارانو او ویاندویانو حسابونه د پراخه سایبري بریدونو هدف ګرځیدلي دي.
سرچینې وايي چې د ولسمشرۍ چارو د ادارې د رئیس فضل محمود فضلي، د ولسمشر د سلاکارانو شاه حسین مرتضوي او سمیع حامد او د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په فیسبوکي حسابونو سایبري حملې شوي دي.
سرچینه کاږي ددغو حکومتي چارواکو د فېسبوک اکونټونه له یوې اونۍ راپدېخوا هېک شوي او کار نه کوي.
ویل کېږي چې د بشیر احمد قاساني په نوم د یوه خبریال او په هېواد کې د مشهور لیکوال اسد بودا حسابونه هم د سایبري حملو ښکار شوي دي.
تر دې وړاندې د وحدت حزب مشر محمد محقق هم ویلي و چې د فېسبوک حساب یې د یوې اونۍ لپاره بند شوی وو.
تر اوسه د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ددغو سایبري بریدونه په هکله څه نه دي ویلي.