د ښوونځي کتابونه او کتابچې مې تر تخرګ لاندې کړل، د ښوونځي د درس پيل ته مو څو دقيقې له پاسه نيم ساعت پاتې و. له کوره د وتلو پر مهال مې مور ته وويل:
ادې لږ ټکله خو راکړه ښوونځي ته يې يوسم په تفرېح کې يې وخورم. ويل يې زويه همدومره ډوډۍ وه چې له چای سره مو وخوړه نوره نشته، ځه لاړ شه خدای دې مل او ملګری شه.
په ښوونځي کې نن د نورو ورځو په پرتله ډېر وږی شوی وم، ځکه چې نن سهار مو د سهار له چای سره هم يوه وړه ټوټه ډوډۍ او لږ وچ توت خوړلي وو او هره لحظه مې د رخصتۍ شېبې شمارلې، په تفريح کې هم د نورو زده کوونکو څنګ ته ورنغلم، ځکه چې نورو ماشومانو به له ځان سره ښوونځي ته ډودۍ، مېوه يا کوم بل څه راوړل، خو ماسره هېڅ هم نه و، «د يوه یتيم ماشوم حال نو له دې پرته بل څه کېدی شي» او سخت وږی هم وم، ماشومان خو د لوږې او تندې زور هم نلري.
خو زه داسې حالاتو ډېر نه ځورولم، ځکه چې يوازې دا ورځ نه وه، داسې ډېرې ورځې راتلې چې کور کې به مو دومره اضافي ډوډۍ نه لرله، ښوونځي ته مو وړې وای او ان کور کې مو په مړه ګېډه خوړلې وای. خپل ډېر سهارونه مې په ياد دي چې ډېری وخت به مو د سهار له چای سره وچه ډوډۍ نه لرله او يوازې لږ وچ توت به مو ورسره وخوړل.
له ښوونځي د رخصتۍ پر مهال سخت تېز باران اورېده، موږ د دويم ټولګي زده کوونکي وو، ماشومان خو په باران برېک نه نيسي او کيسه کې يې نه وي، د ډېرو چې کورونه ښوونځي ته نژدې وو په همدې باران کې کورونو ته په منډه لاړل او ځانونه يې ورسول، خو زموږ کور له ښوونځي په پلي تګ سره نيم ساعت لرې و.
زه له ځينو نورو زده کوونکو سره د يوه ټولګي تر څپره لاندې تر ډېره ولاړ وم. یو وخت باران لږ کرار شو، حرکت مو وکړ لږ تللي نه وو چې د باران ډېره ګړندۍ څپه بيا راغله، اسمان تورو ورېځو نيولی و او داسې باران اورېده تا به ويل له اسمانه په سطلونو کې اوبو درباندې شيندل کېږي.
د ديندار کلي منځ ته رسېدلی وم باران دومره تېز و چې له ټول بدن مې اوبه روانې وې. په دې کلي کې مې د ترور کور و، ترور مې منګی تازه له اوبو ډک کړی و او لکه له بارانه چې په تېښته وي کور ته ګړندۍ روانه وه.
کور ته ننوتله چې سترګې يې راباندې ولګېدې، چيغه يې کړه الله، ځار دې شم، صدقه دې شم، باران لوند خيشت کړی يې تېز راځه هله، کور ته ورسره لاړم.
دا د پسرلي بارانونه ډېر تېز وي او ژر نه درېږي، تر څنګ يې ساړه هم ورسره وي، زما هم له سړو ټول بدن رېږدېده. ترور مې په تندي مچو کړم او بيا يې مخامخ د تنور غاړې ته بوتلم ويل يې د تنور په څنګ کې کېنه چې تود شې او جامې دې وچې شي.
د تنور غاړې سخت خوند وکړ، لږ وروسته مې خدای بښلې ترور راغله او له تنور يې د وريجو دېګ را وويست، په يوه ګرده مجمه کې يې وريجې را واچولې، د تنور په غاړه يې سترخان اوار کړ. ترور د وريجو له پاره کچالو هم واړه واړه ټوټې کړي او د وريجو په منځ کې يې دم کړي وو، د هغې پلو خوند مې هېڅ کله هم نه هېرېږي. که د نن ورځې ټولې پيزاوې، دوپیازې، کړايۍ او ډول ډول کبابونه هم راته کېږدې خو د ترور د هغې ورځې د پوخ شوي پلو خوند به پکې نه وي.
ترور مې ويل صدقه دې شم، په مزه يې وخوره، پوهېږم وږی شوی يې.
د ۱۳۹۹ لمريز کال د تلې ۶مه