Homeخبرونهننګرهار کې موټربم چاودنې د نظامیانو په ګډون ۵۶ کسانو ته مرګژوبله...

ننګرهار کې موټربم چاودنې د نظامیانو په ګډون ۵۶ کسانو ته مرګژوبله واړوله

تاند (شنبه د میزان ۱۲) د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي نن غرمه ۱۲:۲۰ دقیقې ددغه ولایت د غني خېلو ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه موټربم چاودنې د یوه سرتېري په ګډون ۱۴ ملکي وګړي وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي وايي، تر برید وروسته څو تنو وسله والو غوښتل چې په سیمه کې ځانونه ځای پرځای کړي او له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړي، خو په وینا ټول بریدګر له منځه وړل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې د یوې ښځې او څلور ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي او یو امنیتي سرتېری وژل شوي دي او د څلورو امنیتي منسوبینو په ګډون ۴۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

بلخوا د افغانستان ملي راډېو تلویزیون خبر ورکړی چې په دې برید کې د افغانستان د کرکټ د لوبڅار بسم الله جان شینواري د کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي، خو د والي ویاند بیا ویلي چې د وژل شویو کسانو هویت لا نه دی روښانه شوی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...