Homeخبرونهروسیه: په افغانستان کې دې روان ناورین ختم شي

روسیه: په افغانستان کې دې روان ناورین ختم شي

تاند(پنجشنبه، د میزان ۱۰) روسیه په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کوي.

په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف ویلي بین الافغاني خبرې د افغانستان لپاره یو ښه پیل دی او ددې اړتیا ده چې تر هر څه وړاندې د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند توافق وشي.

ژیرنوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی له افغان سولې بشپړ ملاتړ کوي او دې ته تیار دي چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

هغه ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او روسیه هڅه کوي په مذاکراتو کې مثبت رول ولوبوي.

حنیف اتمر هم د سولې په برخه کې د روسیې له تېرو همکاریو مننه کړې ده او ددغه هېواد مرستې یې مهمې بللې دي.

روسیه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې بین الافغاني خبرې پیل شوې دي چې تر اوسه کومه مثبته پایله نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...