شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهسلام ضعیف: حکومت ځان بې اعتباره کړی، ځکه طالبان اوربند ته غاړه...

سلام ضعیف: حکومت ځان بې اعتباره کړی، ځکه طالبان اوربند ته غاړه نه ږدي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۰) افغان حکومت ځان بې باوره کړ ځکه طالبان اوربند ته نه تیارېږي.

پخواني طالب چارواکي عبدالسلام ضعیف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي په مخکینیو مسئلو کې افغان حکومت ځان بې باوره کړ، په اسانه یې د امریکا او طالبانو د هوکړې خبرې و نه منلې، نو اوس طالبان په دې باور دي چې که اوربند وکړي نو افغان حکومت به یې د خبرو له منلو ډډه وکړي.

د ضعیف په خبره د زندانیانو په مسئله کې افغان حکومت ډېر خنډونه جوړ کړل چې همدې مسئلې طالبان د جګړو شدت ته اړ کړي او په دې باور دي چې هوکړې ته تر رسېدو وروسته به اوربند کوي.

نوموړي دا هم ویلي چې طالبان اوس د پاکستان ملاتړ ته اړتیا نه لري، ځکه دغه ډلې په نړیواله کچه ځان مطرح کړی دی او له ګڼو هېوادونو سره د سیاسي اړیکو د لرلو په لټه کې دي.

ضعیف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې د سولې خبرې په دوحه کې پیل شوي خو د ټول افغان ولس غوښتنه همدا ده چې طالبان دې اوربند وکړي.

4 COMMENTS

  1. ملا صاحب، لکه چې پاکستان مو بیا مغز، فکر او زړه ته لار پیدا کړه. هیله ده لږ د افغان غریب ولس ننګه وکړي. ته تر بل هر چا په دې ښه پوهېږي چې روانه جګړه د آی اس آی ده. لږ ننګ او پند اخیستل په کار دي.

  2. ملاضعیف ته باید وویل شي چې ته خو د هغه اول په پنجاب کې د خپل پاته پرتوګ غم وخوره چې پنجابیانو لوڅه کونه ګوانتانامو ته واستولې .
    چې اختر تېر شي ، خلک نکروزي په دیوال تپي . افغان مسلمان او مظلوم ملت همدا اوس اوربند او سوله غواړي . تاسې به تر قیامته په دوحه کې ښه آرامه او سوکاله ناست او دا نه منم او هغه نه منم وایی .
    د پنجاب بې شرمه مزدوره ! ته خو لږ د خپل ملت په فکر کې هم اوسه ، آیا دا ستاسو عمري قضاوت دی چې هره ورځ په دواړو خواو کې پښتانه ، افغانان ، مسلمانان او د یوه هېواد اتباع ستاسو د قدرت غوښتنې لپاره قرباني ورکوي ؟

  3. له ضعیف سړي نه قوی قضاوت مه غواړی. دا دلالان والله که شرم ولري. ددوی پرتګړنه خو هر ه ورځ ایستل کېږي. خو دوی یې په ځان نه نیسي. په خدی که د حکومت مخ هم وګورئ، تاسې به یاست، تور مخونه او د الله لعنت. پناه غواړو د لوی الله دربار ته له رټل شوي دلال طالب نه.

  4. وایی ځمکه هغه سوزی چی اور ورباند بل وی. اوس صلح هغه څوک غواړی چی په هیواد کی اوسی او دخپلو خلکو درد احساس کړی. نو ایا داکتر عبدالله او غنی سوله څه کوی ددوی خو هر څه بهر دی. زما او زما دهیوادوال مرګ دوی ته اهمیت نه لری.

    حکومت هغه ته وایی چی کابینه ولری سیستم ولری او خلکوته خدامات وړاندی کړی. دی حکومت خو بلی له غم لوږه بل څه ورکړی دی. دا له ځانه پوښتنه وکړی ولی طالبان نن په کابل که تلاشی کوی؟
    دا حکومت په بیکاری بی کفایتی له امله دی. اما پدی حکومت دوی یو دبل خبره منی. مونږه دهغه څه حمایت کو خلکوته ارامی غواړی او خلک له بیچارګی ژغوری. دوی یوازی علیپور له کنترول څخه عاجز دی طالبان خو پریږده.

    ایا داحکومت دی په یوه هلک لس نفره تجاوز کوی حکومت ورباندی خبر ندی. په لحاظ د خدای په یو ښځه ۱۱ نفر تجاوز کوی حکومت والله که داسی وایی چی دایی خره غولی که ښځه. نور ډیر شیان شته چی باید یاد شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب