شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاذربایجان:د ارمنستاتي ځواکونو تر بشپړ ویستلو جګړې ته ادامه ورکوي

اذربایجان:د ارمنستاتي ځواکونو تر بشپړ ویستلو جګړې ته ادامه ورکوي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۰) د اذربایجان او ارمانیا ترمنځ د نښتو په دوام تازه د اذربایجان ولسمش ویلي، د جګړې د پای لپاره یوازې یو شرط لري او هغه دا چې ارمنستاني سرتېري باید د دوی له خاورې ووځي.

الهام علي اف وایي د یاد هېواد ځواکونو په غیر قانوني توګه د دوی خاوره لاندې کړې ده نو اړ دي، چې له خپلې خاورې او خپلو سیمو دفاع وکړي.

د نوموړي په خبره تر هغه به جګړه ادامه لري چې ارمنستاني ځواکونه د اذربایجان له خاورې وتلي نه وي.

د اذربایجان او ارمانستان ترمنځ پر یوه جنجالي سیمه نښته شوې چې دا نښته په وروستیو کلونو کې بې مخینې وه.

ګڼو هېوادونو د جګړو د درېدو غوښتنه کړې ده او ځینو بیا د اذربایجان او ځینو نورو بیا د ارمنستان ملاتړ کړی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په دې جګړه کې له دواړو لورو سل کسه وژل شوي دي.

1 COMMENT

  1. د شوروي اتحاد له جوړېدو وروسته داسیمه د اذربایجان په جمهوریت پورې مربوطه وه او د نګورنو قره باغ د خود مختارې سیمې په نوم یادېده . خو د شوروي له ړنګېدو سره سم ارمنستان د ایران او روسې په ملګرتیا او ملاتړ د نګورنو قره باغ منطقه اشغال کړه . اوس چې ا‌ذربایجان د خپلو نفتو له برکته لږ څه بیا په پښو درېدلی دی ، له ایران نه پرته د یو شمېر اسلامي هېوادونو خصوصا د ترکیې او نورو ترک نژاده هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري، غواړي خپله اشغال شوې خاوره بېرته را وګرځوي . بنا د حقوقي له لحاظه آذربایجان حق په جانب دی .
    اما ارمنیان بیا ادعا لري چې هلته یوشمېر ارمنان اوسیږي . هغه د یوشمېر عیسوي ملګرو او ایران ملتیا له ځان سره لري. ایران د پخواني لوی آذربایجان دوه پر درې برخه خاوره لا پخوا اشغال کړې ده ، ځکه اوس نه غواړي دا هېواد یوځل بیا په پښو ودرېږي.
    روسیه ظاهرا له دواړو غاړو غواړي چې دا لانجه د خبرو له لارې حل کړي او په سیمه کې د وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب