شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار کانال شرکت په ۴۰ جریبه ځمکه ۲۰۰ شنې خونې جوړوي

د ننګرهار کانال شرکت په ۴۰ جریبه ځمکه ۲۰۰ شنې خونې جوړوي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۰) د ننګرهار د کانال شرکت په دې ولایت کې په ۴۰ جریبه ځمکه د ۲۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل کړي دي.

مسولان وایي چې دوی هڅه پیل کړې څو په دې ولایت ۲۰۰ شنې خونې جوړې کړي او زیاتوي په جوړیدو سره به د آټکل له مخې د کال پنځوس میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي .

یاد شرکت مطبوعاتي مسول سید همایون غریبمل زیاتوي چې د یادو شنو خونو چارې به په نږدې وخت کې بشپړ شي او د کر لپاره به چمتو شي.

د نوموړي په خبره، دغه راز په دې سره به د زراعتي محصولاتو اړتیاوې چې په هر موسم کې ورته د خلکو اړتیا لیدل کېږي پوره شي.

غریبمل وایي دوی په پلان کې لري چې ډېر ژر د کانال شرکت اړوند د ۸۰۰ نورو شنو خونو د جوړیدو چارې هم پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب