جمعه, مې 3, 2024
Homeټولنیزتاریخپه دې ورځ بریتانیا د افغانستان پر ضد جنګ اعلان کړ

په دې ورځ بریتانیا د افغانستان پر ضد جنګ اعلان کړ

له نن څخه ۱۸۳ کاله پخوا د ۱۸۳۸ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه د هند لپاره د بریتانیا ګورنر جنرال جورج ایډن پر افغانستان د حملې اعلان وکړ.

د دې برید علت په هند کې د بریتانوي امپراتورۍ خوندي کول و چې د افغانستان او له افغانستان نه ورها خوا د ګواښونو مخه ونیول شي. 

بریتانیا غوښتل چې د امیردوست محمد خان پرځای چې پر کابل واکمن و شاه شجاع ته واک ورسوي. شاه شجاع له ۱۸۰۹ کال څخه په کشمیر او پنجاب کې په جلاوطني کې ژوند کاوه. 

له (۱۸۳۸-۱۸۴۲) کلونو پورې لومړۍ افغان – انګلیس جګړه د افغانستان په اوږده تاریخ کې یوه مهمه پيښه ده. 

په ۱۸۳۸ کال کې د بریتانیا مداخله د سکندر له ځواکونو وروسته چې افغانستان ته ننوتلي و، لومړۍ یوه وه او تر دې وروسته په تیرو دوو پيړیو کې څلور ځله بهرني ځواکونه افغانستان ته داخل شول، په ۱۸۷۸ کال دوهم ځل بریتانیا ونیو، په ۱۹۷۹ کې شوروي ځواکونه دغه هیواد ته ننوتل او په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه افغانستان ته ولاړل.  

په دغو مداخلو کې څلور ټکي سره ورته دي، هر ځواک ډير ژر له پوځي پلوه بریالی شوی دی، بیا د بریا یو په ټپه ولاړ حالت رامنځته شوی دی، دریم مشترک ټکی دا دی چې هر یوه هڅه کړې ده چې بیرته ووځي او څلورم ټکي یې دا دی چې د افغانستان اقتصادي مسوولیت هر یوه ته ورله غاړې شوی دی. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب