یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهجواد ظریف: بین الافغاني خبرې باید روانه جګړه پای ته ورسوي

جواد ظریف: بین الافغاني خبرې باید روانه جګړه پای ته ورسوي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۰) ایران یو ځل بیا ویلي چې د بین الافغاني خبرو له روان بهیر د ملاتړ تر څنګ د سولې په راوستو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له حنیف اتمر سره په تلیفوني خبرو کې ویلي چې د بین الافغاني خبرو پیل د افغان جګړې د ختمولو لپاره یو مهم ګام دی او ایران په ښه سترګه ورته ګوري.

د هغه په خبره دوی له افغان سولې سره همکاریو ته تیار دي او تمه لري چې بین الافغاني خبرې د اوږدې جګړې د دایمي پای سبب شي.

ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغان سولې سره همکار دي او که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب هم کوي.

ایران داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي خو تر اوسه کومه نتیجه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب