سه شنبه, مې 7, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهبریا ته د رسېدو لارې چارې | نعیم پرهېز

بریا ته د رسېدو لارې چارې | نعیم پرهېز

ژباړه: نعيم پرهېز

ټول بریالي انسانان په ژوند کې د ځان لپاره پلان او موخې لري او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له خپل ټول توان څخه کار اخلي، هغوی د نور په پرتله ډېره هڅه او تر تولو ډېر کار کوي.

هغوی وخت ته ارزښت ورکوي او نه غواړي مجازي نړۍ يې پر پلان او بریا اغېز وکړي.

بریالي کسان تل د ځان لپاره موخې لري او هېڅکله له کار څخه نه پر شا کېږي.

هغوی د خپل کار مسؤلیت په غاړه اخلي او په کړنو يې عمل کوي.

موږ هڅه کوو چې تاسو ته د بریا يو شمېر غوره او ګټورې لارې روښانه کړو تر څو ورسره اشنا شئ. د دې مقالې په لوستلو سره به هرومرو په خپل ژوند کې د بدلون احساس وکړئ، وړتيا به مو لوړه شي او له وخت څخه به سمه ګټه واخلئ.

بحث په ټولييزه توګه په لاندې ډول دی:

ژوند ته له نوې زوايې کتل

ځانګړې موخې ټاکل

پلان لرل

د پلان جوړولو پیل

او

د پای ټکي

 

۱ نوی ژوند جوړ کړئ.

وخت ډېر ارزښت لري او تاسو نباید خپل وخت په بې ځایه کارونو ولګوئ لکه: بې ځایه کېناستل، غيبت کول، بې ځایه خبري، چټ او … خپلو موخو ته د رسېدو لپاره باید له بې ځایه کارونو څخه لاس واخلئ.

کلونه کلونه د هغې دندې لپاره چې نه مو خوښېږي بې ځایه مه تېروئ. په دې باید وپوهېږئ چې هر کس په ژوند کې د رسالت او ځانګړو موخو لپاره د ځمکې پر مخ پیدا شوی دی. که له ژوند څخه مو خوند نه شئ اخيستلای او يا ترې راضي نه یاست هڅه وکړئ چې ژوند  ته مو بدلون ورکړئ تر څو چې ډېر او سخت کار وکړئ، او يا مو ځان کې برسېرن بدلون راولئ، ځان په دې وپوهوئ چې ستونزه چېرته ده.

۲ پوه شئ چې له ژونده څه غواړئ

په دې پوه شئ چې له ژونده څه غواړئ او غواړئ چې په راتلونکې کې څه جوړ شئ، دا کار د بریا او رضایت يو راز دی، کله چې دا کار ترسره کړئ په ځان کې نوې او ځواکمنې وړتیاوې پيدا کوئ چې تاسو د بریا په لور بیايي.

۳ پيسې، وخت او وېر ه

اجازه مه ورکوئ، چې د پیسو نه لرل او یا له بریا څخه وېره تاسو ته ماتې درکړي او یا مو د بریا پر وړاندې خنډ شي. فکر وکړئ چې کوم کارونه ترسره کولای شئ هغه ترسره کړئ که پیسې، وېره او وخت ستاسو پر مخ خنډ نه وای کوم کار مو کول؟ که په دې مطمئين هم وای چې هېڅکله به ماتې نه خورئ؟ که تاسو د نړۍ تر ټول شتمن کس وای هغه وخت به مو د پیسو له ګټلو پرته کوم کار کاوه؟

۴ پر باید ټينګار وکړئ

هغه څه چې ستاسو د بریا لپار اړين دي ډېر تمرکز پرې وکړئ، ممکن وخت، درس، او ډېره هڅه یا هم هر څه چې وي څومره ورته والی لري له هغو کارونو سره چې تاسو یې کوئ او هغه کارونه چې ستاسو د بریا لپاره اړين دي پکې شته دي؟

ایا وخت مو په داسې کارونو او اړيکو لګوئ چې وروسته ستاسو لپاره هېڅ ګټه نه لري؟

کله چې خپل کارونه په سم ډول او سمه لاره ترسره کړئ تاسو خپلو موخو ته په نهايي توګه نږدې کوي ستاسو په خوشالي سربیره خپلې کاري وړتیا ته قوت ورکړئ ډېر ژر به خپلې موخې ته ورسېږئ.

۵ خنډونه کوم او څه دي؟

د پرمختګ پر وړاندې پراته خنډونه مو وپېژنئ او لار مه ورکوئ چې ستاسو او موخو تر منځ مو واټن رامنځته کړي. کوم څه مو په شخصي او کاري ژوند کې شتون لري چې تاسو له خپلو موخو څخه راګرځوي؟ همدا اوس د بریا کوم غمی لاس کې نه لرئ؟

۶ لومړي لس قدمونه

همدا اوس د هغو لسو قدمونو لېسټ جوړ کړئ چې په اوچتولو سره يې تاسو بریا ته رسېږئ د دې کار په ترسره کولو سره مو ټول خنډونه او مسائل حل کړئ. دا د هغې وړاندنۍ پوښتنې: ((کوم څه مو په شخصي او کاري ژوند کې شتون لري چې تاسو له خپلو موخو څخه راګرځوي؟)) ځواب دی او باید تاسو ته وویل شي چې څه وکړئ تر څو وکولای شئ ستاسو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړئ د مثال په ډول د ځانګړي روزنکي ټاکل، د سيګرټو پرېښودل، غوره خواکي توکې کارول لکه سابه، کمه غوسه کول، نامزادې/نامزاد سره اونېزې ناستې، د بهرنيو ژبو زدکړه، سپورټ، د غوره او ګټورو کتابونو مطالعه، لږ تلوېزیون کتل، بیلابېلو ټولګيو ته تګ، د پور ورکړه، د وزن کمول، دخوب د ويده کېدو او پاڅېدو د وخت تنظيم، د کور پیرل، انسان دوستانه او د خیر کارونه کول، ډېره خندا، په خپلو ژمنو عمل، له بې وعده توب څخه پرهېز او ډېر غوږ نيول لږ خبرې کول او….

۷ لس لومړني

اوس د هغو لسو کارونو لېسټ جوړ کړئ چې باید ترسره کړې مو وای او شاته مو غورځولي يوازې لېست جوړول بسنه نه کوي همدا اوس یې ترسره هم کړئ.

د مثال په ډول: وړاندنۍ ناستې، مسافري، د کورنۍ ليدل، ځانګړی پلان، له خلکو مننه، د پور ادا کول، د اولادونو لپاره وخت ځانګړی کول، د خپل اطاق او يا د فتري مېز پاکول او …

۸ خپل رول د زه (( نوی یم)) په نوم ترسره کړئ

وړاندې تر دې چې وکولای شئ د نورو ساتنه وکړئ یا د نورو په ژوند اغېز ولرئ، باید خپله دا کار وکړئ، چې زه نوی یم، خپلو کړنو ته زیاتوالی ورکړئ او په یو غوره او اغېزمن کس به بدل شئ. زه نوی یم د څلورو لوریو جِسمي، ټولنیز، ذهني او معنوي لرونکی دی.

  • جِسمي: تاسو باید خپل بدن، وزن او دېته ورته نورو مواردو ته ځير واوسئ. مناسب وزن، سپورټ، غوره خوراکي عادت، پوره خوب او فزیکي آرمتیا هغه څه دي چې باید پام ورته وشي.
  • ټولنيز: د مينې او دوستۍ اړيکې، له نورو سره اړيکه، غوښتونکې کارونه، له نورو سره مرسته او … پکې دي.
  • ذهني: زدکړئ، کتاب ولولئ، پوښتنه وکړئ، په غوڼدو او سیمنارونو کې ګډون وکړئ او له ښونيزو مرکزونو او کتابتونونو څخه ليدنه وکړئ.
  • معنوي: تاسو باید د ځان لپاره موخه وټاکئ، باید د معنا په څار خپل ژوند ته راوګرځئ، طبیعت ته لاړ شئ، ځينې وختونه یوازې خپل ځانته ځانګړې کړئ تر څو خپل ځان بیا مومئ، ځينې وختونه یوازې د خپل روح غږ ته غوږ ونيسئ او پیروي يې وکړئ. په ټوله کې هغه کارونه ترسره کړئ چې ستاسو د خوښۍ لامل کېږي.

۹ مسؤلیتونه او د کړنو اغېزې يې 

رښتيا وواياست تاسو چې اوس په کوم ځای/مقام کې یاست څه مسؤلیت لرئ؟ هغه په ښه ډول ترسره کوئ؟ د خور/ورو، ښځې/خاوند، پلار/مور، لور/زوی، دوست، همکار او … پر ځای کوم کارونه باید ترسره کړئ ؟ اووه اغېزې يې وټاکئ او په هغوی يې واچوئ.

۱۰ اړين

ستا په هر اووه اغېزو کې کوم کسان ستا لپاره مهم دي؟ د خپلو اړيکو د ژوند د مهماتو ساتونکي باید واوسو دا اړيکې هر څه دي.

۱۱ مهمترین

هغه څوک دی چې تاسو ورسره تر ټولو مهمه اړيکه لرئ؟ له هغه څخه څه څه تمه لرئ؟ یا هغوی له تاسو څخه څه تمه لري؟ د څه په خاطر ته له هغو څخه منندوی یې او يا غواړئ تر مننه وکړئ؟ ترسره يې کړئ.

۱۲ پي ام اس

پي ام اس د Personal mission statement مخفف دی چې ستاسو له شخصي موخو سره لږ توپیر لري. خو له تاسو سره د پیسو، وخت او ځواک په مدیریت کې مرسته کوي، او تاسو له ګډوډي څخه ساتي. پي ام اس په اصل کې تاسو ته ښيی چې د ژوند په هر لوري کې ستاسو رسالت او ماموریت کې کوم/څه دی. د مثال په ډول زما په اړيکو کې پي ام اس دا دی چې له خلکو سره ښه او نرم چلند وکړم، منطقي واوسم او هغوی درک کړم. پي ام اس مو په ښه ډول سره ښايي چې تاسو څه ډول کس یاست او څه ډول کس جوړېدل غواړئ.

ستاسو پي ام اس کولای شي د یوې لنډې جملې یا د یو کتاب په اندازه اوچت وي.

۱۳ برابروالی

ژوند مو په تعادل/برابروالي کې وساتئ، دا برابروالی د پوهې په اغېز، دندو او موخو پسې ځي، هڅه وکړئ چې د ژوند د هر بُعد/ لوري لپاره پوره وخت او انرژي پرېږدي.

۱۴ خپل ژوند ته مانا ورکړئ

ژوند ته مو موخه، لوری او مانا ورکړئ. لکه ټول هغه څه چې ويل شوي ترسره کړئ، د پي ام اس سر او پای په خپله پیدا کېږي. هڅه وکړئ چې هغه خپل ورځني ژوند کې ته داخل کړئ او هڅه وکړئ چې ترسره يې هم کړئ.

۱۵ زما د ژوند کیسه

کښېنئ او د خپل ژوند کېسه واورئ، دا چې څه غواړئ؟ راتلونکی به مو څه ډول وي؟ زما دنده، کار، کورنۍ او… به څه ډول وي، ولیکئ.

۱۶ موخه

پوهېږئ چې له موخې پرته څه کېږي؟ غوره ده چې د بې موخې خلکو ژوند او کله نا کله خپل تېر ژوند ته وګورو، احتمالاً موږ ټولو بې موخې ورځې او د هر څه چې په مخه راغله مو تجربه کړي او پوهېږو چې بې موخې مخکې تګ پرته له ناکامۍ بل څه نه لري. خپلې موخې مو ولیکئ او تل يې وڅارئ، خپلې موخې مو له ځان سره وساتئ او هیڅ کس او هيچاته اجازه مه ورکوئ چې هغه له تاسو څخه واخلي.

۱۷ موخې مو ولیکئ

د موخو لیکل له ځان سره ډېره ګټې لري. د مثال په ډول که موخې مو د کاغذ پر مخ ولیکئ وبه وينې چې په ښه، ښکاره او پاک ډول درته ښکاري، په دې سربیره هغه څه چې د سترګو پر وړاندې ښکاره وي د ترسره کېدو چانس يې ډېر وي.

۱۸ لوړ/ډېر وختونه

د ډېر وخت موخې مو ځانګړې کړئ او هغه په وړو ټوټو ووېشئ.

موخې باید کومې ځانګړنې ولري؟

ځانګړې وي

د درک او ترسره کېدو وړ وي

رښتينې وي

د وخت لرونکي وي. یعنې په یو ځانګړي وخت او نېته يې باید لاسته راوړئ.

لويې وي، لويي موخې هغه دي چې لږ مو ووېروي او يوه نړۍ خوښي درکړي.

د مثال په ډول که له موخو څخه یوه مو دا وي چې د خپل کار په اړه يو کتاب ولیکئ، باید خپل معلومات پوره/بشپړ کړئ، زده کړئ چې څه دول کتاب ولیکم/ولیکو، له يو خپرونکي سره اړيکه ونیسئ او ….

۱۹ ورځنی یا اونيز پلان؟

پلان که ورځنی وي ښايي په ناڅاپي ډول له یو کار سره مخ شو چې د ټولې ورځې پلان تر اغېز لاندې راولي، په دې سره باید ووایو چې پلان باید اوونیز وي، د اونېز پلان لپاره يوه ورځ ځانګړې کړئ، مثلاً جمعه يا هم په ياداښت او کالیزه کې يې خپل مخته کېږدئ، له ډېرو لویو او درنو کارونو څخه کرښې تاو کړئ، په دې صورت کې به د هغوی لپاره به حتماً وخت پیدا کړئ.

د خپلو اوو اغېزو له مسؤلیتونو څخه، هغه کارونه چې په اونۍ کې يې باید ترسره کړئ، د کاغذ پر مخ ولیکئ او وخت ورته وټاکئ. ځېر اوسئ چې اونيز پلان تړلی وي، یعنې ممکن تاسو ونشئ کولای د نن کار ته رسېدنه وکړئ خو سبا يې وکړئ د هغې اونۍ کارونه په ورځو ووېشئ او وروسته د هرې ورځې کارونو ته لومړيتوب ورکړئ او خپله ټوله هڅه وکړئ چې هغه ترسه کړئ.

دا وړانديز درته کوم چې د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره یو رسيد جوړ کړئ. کارونه مو پکې ولیکئ تر څو د ترسره کېدو لپاره يې چانس ډېر وي.

۲۰ په خپل پلان کې بند پاتې نشئ

لکه څنګه چې وړاندې ويل شوي دي، دا پلان تړلی دی، پلان د دې لپاره دی چې تاسو په سیده لار برابر کړي. که څه هم غوره دا ده چې ټول هغه ترسره کړئ خو کله نا کله د لږ اهميت لرونکو برخو څخه تیر شئ، په یاد مو وي چې پلان مو د وېرې او اضطراب د خلاصون لپاره دی، اجازه مه ورکوئ چې د يو امر نه ترسره کول په تاسو کې د بد عذاب، وېرې یا بد احساس لامل شي.

۲۱ هره ورځ غنیمت وګڼئ

وخت سره زر دی، هره ورځ مو د ژوند يو چانس دی، دا چې یو نفر بریالی کېږي د هغه د هرې ورځې له ګټې اخيستو څخه رامنځته کېږي ورځې بېرته نه راګرځي، هغه مو له ګټورو کارونو څخه ډکې کړئ او هره ورځ ژوند وکړئ، ښايي بیا هېڅکله هم دا فُرصت تاسو ته په لاس در نه شي.

په يو کتاب کې مې ولوستل(( فرض کړئ يو بانک لرئ چې په هغه کې هره ورځ ۸۶۴۰۰ ډالر ستاسو اکاونټ ته زیاتېږي او د شپې تر پای پورې وخت لرئ چې ټولې پیسې را وباسئ ځکه په پای کې ستاسو حساب تشېږي او هېڅ نه پکې پاتې کېږي، په دې وخت کې به تاسو څه وکړئ؟ که څه هم هڅه به کوئ چې تر وروستي ډالر پورې ټول راوباسئ، هر یو له موږ څخه دا ډول بانک لرو، د وخت بانک، هر سهار ستاسو د وخت بانک کې۸۶۴۰۰ ثانيې ډېرېږي چې ټوله ورځ اعتبار لري او د شپې په پای کې پای ته رسيږي، هېڅ ډول راستنیدنه نه لري، او د دې وخت هیڅ اندازه به سبا ته پاتې نشي. اوس پریکړه ستاسو په لاس کې ده! “

۲۲ خپل ځان ته درناوی

په ځان د باور لرلو حس مو پیاوړی کړئ او هغه ژمنې مو چې له ځان سره کړي په ترسره کولو سره يې لا پیاوړی کړئ. ښه ژمنې کول د بریالي خلکو یوه ځانګړتیا ده او دلیل یې خپل نفس ته پر احترام سربیره د پلان لرل دي. هغوی پوهېږي چې په کوم وخت کې کوم کارونه ترسره کړي. نو بیا خپل پلان جدي وګڼئ. کله چې واياست دا کار به کوم، ترسره يې کړئ. په یاد مو وي دا تاسو یاست چې د خپلو کړنو مسؤلیت مو په غاړه دی.

دا عادت په ځان کې پیاوړی کړئ چې د ښه ژمنو لرونکي واوسئ، او د نن کار سبا ته مه پرېږدئ.

۲۳ په بېړه خو نه

مه پرېږدئ چې ضروري کارونه مو د مهمو کارونو ځای ونيسي. ځيني سمدستي اما بې ارزښته کارونه لکه یو ټیلفون نباید ستاسو د مهمو کارونو ځای ونیسي.

۲۴ په بېړه خو هو

ځينې وخت باید اړين کارونه ترسره شي ځکه چې مهم هم دي. د اړينو، مهمو او سمدستي کارونو تر منځ په توپیر ځان وپوهوئ، او پرېکړه وکړئ چې لومړی باید کوم یو ترسره کړئ.

۲۵ په غور سره واورئ

زده کړئ چې څنګه نورو ته غوږ ونيسئ. په دې اړه باید مطالعه وکړئ. باید ښه غوږ ونيسئ او ښه ځان پوه کړئ. دا په دې معنا نه ده چې تاسو له مقابل لوري سره موافق ياست خو هغه باید درک کړئ ځکه که ستاسو له لوري د نورو د ښه پوهولو اړتیا لري شي نو تاسو د پوهېدو ډېر چانس لرئ.

۲۶ ملامتیا پرېږدئ

هیڅکله نور د هر څه په خاطر مه ملامتوئ. بلکې د ملامتیا پر ځای فکر وکړئ چې څه ډول کولای شئ ترسره يې کړئ. مسؤل واوسئ او مسؤلیتونه مو په خپه غاړه واخلئ. ځينې وختونه هغه کارونه هغسې چې غواړئ مخته نه ځي، عادي خلک هڅه کوي چې مسؤلیت يې د بل پر غاړه ورواچوي. خو بریالي خلک تل د خپلو کړنو مسؤلیت په غاړه اخلي. غوره ده چې په دې اړه له ځانه وپوښتو چې داسې کېږي او ځنګه کولای شو هغه په رښتیا بدل کړو.

۲۷ هڅه کول مه پرېږدئ

هڅه مه پرېږدی او تل نوي کارونه ترسره کړئ. د بریا لپاره په هره برخه کې تاسو باید له ځنډ پرته نوي کارونه ترسره کړئ. ستاسو مينه او علاقه کولای شي تاسو لا ډېر د بریا په لور بوزي، او د ډېرو کارونو ترسره کول کولای شي ستاسو مینه او علاقه لا ډېره کړي. په همدې سره ويل کېږي چې په هر هغه څه پسې لاړ شئ چې مينه ورسره لرئ. له موږ څخه دېری د وېرې له کبله له ماتې سره مخ يو د ویرې لرې کول او د کارونو ترسره کول کولی شي زموږ ژوند په بشپړ ډول بدل کړي.

۲۸ مهمه نه ده چې څومره کوچنی دی

دا کارونه که هر څومره واړه وي په ټوله کې پر تاسو او ستاسو پر ژوند ډېر اغېز کوي. ممکن د دې د کار د ترسره کولو لپاره له ملګري سره مشوره وکړئ يا يې په اړه ګوګل کې ولټوي او یا کتاب مطالعه کړئ. مهمه دا ده چې تاسو د خپلو آرمانونو نړۍ ته ننوځۍ کومه چې ستاسو پر وړاندې ده.

۲۹ د هر څه لپاره پوره وخت ځانګړی کړئ

مهمه نه ده چې کوچنيو کارونو ته د دې لپاره ډېر وخت ورکړئ چې مهم دي. کوچني کارونه په بېړه ترسره کړئ او وخت مو زېرمه کړئ.

۳۰ ارزښتناکې پوښتنې

دا هره ورځ له ځانه وپوښتئ ” همدا اوس څه د دې ارزښت لري چې وخت ورته ځانګړی کړم؟ ایا په دې ارځي چې وخت ورته پرېږدم؟”

که ځانته ارزښت ورکوئ نو ستاسو پوښتنه درسره مرسته کوي چې پرمختګ وکړئ. ځان مو عادت کړئ چې د هغو پوښتنو پر بنسټ مو کارونه مخکې يوسئ. او دا هم په غوږ کې ونيسئ چې هغوی ته ځواب “فیسبوک چیک کول” ، “انسټاګرم” یا د نورو وخت مصرف کونکي نه دي.

۳۱ ۸۰/۲۰ قانون

۸۰/۲۰ قانون ترسره کړئ دا قانون وايي(( ستاسو ۸۰٪ سلنه پایله د ۲۰٪سلنه هڅو ده ثمره ده. يا په بل عبارت ۲۰٪ ځواک مو ۸۰٪سلنه پایله په لاس درکوي.))

ستاسو دنده دا ده چې پوه شئ دا ٪ ۲۰ سلنه کوم دي چې ٪۸۰ سلنه پايله په لاس درکوي.

۳۲ ولیکئ

تل مو خپل پلان او افکار د کاغذ پر مخ وليکئ. په دې سره که نوی کار درته پیدا کېږي هغه مو په ورځني یا اونيز لېست کې ولیکئ او په خپل ذهن باور مه کوئ. همدا چې کارونه مو یو یو ترسره کوئ او له لېست څخه يې باسئ له تاسو سره مرسته کوي او انرژي درکوي چې د لېست تر پایه همداسې مخکې لاړ شئ.

۳۳ خپله ورځ تېره کړئ

هر سهار اړ یاست چې وړاندې تر هر څه اړین کار، بد کار او هغه کار چې هېڅ وخت نه غواړئ ترسره يې کړئ هماغه کار وکړئ.

که دا کار وکړې په هغه ورځ به د یو ګټونکي په ډول ژوند وکړئ. په خپل نفس به اعتماد ترلاسه کړئ او د نورو کارونو لپاره په خپله انرژي ترلاسه کړئ.

۳۴ په يو ځل د څو کارونو له ترسره کولو ډډه وکړئ

لکه څنګه چې وویل شول. هغه کار وټاکئ چې ډېر اړين وي او ستاسو پر ژوند او کار ډېر اغېز لرونکی وي وروسته په پوره ځيرکتیا سره هماغه کار ترسره کړئ. 

وروسته له هغې کولی شئ نورو کارونو ته هم رسېدنه وکړئ او د امکان تر کچې په يو وخت کې د څو کارونو له ترسره کولو ډډه وکړئ ځکه چې يو هم په ښه کیفیت سره نه ترسره کېږي او له تاسو څخه د ډېر وخت او انرژي مصرف هم غواړي.

۳۵ نه وواياست

مهمه نه ده چې د هر چا غوښتنو ته غوږ شئ یا هغه ترسره کړئ ځينې وخت زموږ غوره ملګری هماغه ((نه)) ويل دی، نو زدکړئ چې ډېرو کارونو ته نه وواياست.

۳۶ ګډوډي مه جوړوئ

معمولاً بریالي کسان پاک کاري مېز او پاک اطاق لري، د پاکولو لپاره يې وخت پرېږدئ، ځکه چې دا ستاسو په ذهني ګډوډي مستقیم اغیز لري.

۳۷ چټل توکي لرې وغورځوئ

ممکن تاسو هم ورسره مخ شوي یاست چې ډېر وخت په يوې ټوټې کاغذ، ایمل ادرس او يا يو مخکني کار کې پاتې راغلي یاست او هېڅکله مو هم سر نه وي ورښکاره کړی يا مو له لاس څخه تېر کړی وي، غوره ده چې ترسره يې کړئ او يا يې چټلو توکو ته ورواچوئ.

۳۷ هغه وخت چې موټر کې ياست غنيمت يې وګڼئ

تاسو کولی شئ په ميموري/فلش کې له ځان سره ګټور مالومات ولرئ او کله چې موټر کې ياست ترې ګټه واخلئ.

دا ممکن ښه نظر وي چې پوهیږو موږ په عمومي ډول په کال کې زموږ د موټر په څیر دومره نوي شیان د ماهر په توګه زده کولی شو.

۳۸ ګټوره پرېکړه وکړئ

هوډ وکړئ او وغواړئ په هره برخه کې چې په کار بوخت ياست بهترین یا غوره واوسئ او تر ډېره پورې له امکاناتو څخه ګټه پورته کړئ. وخت مو مديريت کړئ او وخت ته مو ډېر ارزښت ورکړئ هره ورځ چې دلته کوم ټکي مطرح کېږي له ځان سره يې نوټ او تمرین کړئ تر څو په عادت مو بدل شي.

۳۹ په کال کې دوه ځله ځان ارزيابي کړئ

هر کال کم تر کمه باید تېر او راتلونکي ته په کتو خپلې هڅې ارزيابي کړئ. دا کار تاسو سره ستاسو په بریالیتوب کې ډېره مرسته کوي. او پوهه مو لوړوي.

۴۰ شخصي ډایرۍ جوړه کړئ

د هر څه په اړه مو د ډايري کتابچه کې ولیکئ. که له کوم څه څخه ناراضه ياست یا کوم څه تاسو ته آرمتیا درکوي هغه درسره نوټ کړئ دا کار تاسو ته د دې امکان درکوي چې پوهه مو لوړه کړئ ورو ورو او په تدريج سره وړاندې لاړ شئ، چې په دې سره مو معيارونه هم لوړېږي. دا د دې لامل کېږي چې تاسو ځانته موخې وټاکئ او خپله خيالي نړۍ په رښتیا بدله کړئ.

۴۱ ملګري او همکاران

هر څوک په ژوند کې د وخت تېرولو لپاره يو مشاور ته اړتیا لري، هغوی را وغواړئ تر څو تاسو ته ستاسو په اړه نظر درکړي او له هغوی څخه وغواړئ چې تر بریالیتوب پورې درسره ملتیا وکړي، دا کس ممکن د دې لامل شي چې په تاسو کې غوره عادتونه راوټوکوي، تاسو ته دریاد کړي چې کومې ژمنې لرئ، تاسو ته غوږ ونیسي وبه مو پوهوي او مرسته به درسره وکړي چې کارونه مو برابر کړئ.

۴۲ هر کال ځان نوی کړئ

کله چې په هره برخه کې خپل پی ام اس لیکئ په دقت سره خپل ژوند ته فکر وکړئ او وګورئ چې غواړئ د تل لپاره په همدې ډول مخکې لاړ شئ یا هم د بدلون لپاره ځای شته ؟

په نړۍ کې هر څه حتا الکترونونه هم بدلون مومي، قطعاً که زه پرمختګ ونکړم شاتګ مې کړی.

هره لحظه بدلون وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب