جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاذربایجان: د جګړې له پیله تر دې دمه ۲۳۰۰ ارمنستاني عسکرو ته...

اذربایجان: د جګړې له پیله تر دې دمه ۲۳۰۰ ارمنستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) اذربایجان وايي، ارمنستاني ځواکونو څو ځله د دوی پر خاوره توغندویي بریدونه کړي دي خو په وینا یې تلفات نه لري.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د اذربایجان د دفاع وزارت ادعا کړې، چې د دوی او ارمنستان ترمنځ جنجالي سیمه نګورنو قره‌باغ کې د جګړې له پیله تر دې دمه ۲۳۰۰ ارمنستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې راغلي، په دې نښته کې یې تر اوسه د مقابل لوري سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړي دي.

سرچینې د اذربایجان د دفاع وزارت په حواله ویلي، د ارمنستان ځواکونو څو ځلې د دوی پر خاوره توغندیز بریدونه کړي خو وايي تلفات نه لري.

بلخوا ارمنستان ویلي، چې د جګړې پر مهال یې په نګورنو قره‌باغ کې د ترکیې یوه جیټ الوتکه رانسکوره کړې ده.

ترکیې د اوس لپاره د ارمنستان دا ادعا رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په جنجالي سیمه نګورنو قره‌باغ کې له تېرو څو ورځو راهیسي نښتې روانې دي، چې د ارمنستاني سرتېرو سربېره پکې لسګونو ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب