جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعارف علوي: د سولې په راتلو سره باید مرکزي آسیا له جنوبي...

عارف علوي: د سولې په راتلو سره باید مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره وصل شي

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) د پاکستان ولسمشر عارف علوي وايي، هېواد یې د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.

عارف علوي نن چهارشنبه د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغان جګړې زیانمن شوی او په خبره یې په افغانستان کې سوله د دوی په ګټه ده.

د علوي په وینا، هېواد یې په هره برخه کې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی او خپلې هڅې به لا ډېرې کړي.

هغه زیاته کړې، دوی د افغانانو پرېکړې او ارادې ته درناوی لري او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، هیله من دی چې د عبدالله په مشرۍ روانې هڅې به افغانستان تلپاتې سولې ته رسوي او د جګړو لمن به ورټولېږي.

علوي په دې ناسته د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سولې په راتلو سره باید مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره وصل شي.

په ورته مهال عبدالله عبدالله سوله د افغانانو له لومړیتوبونو څخه بللې او له پاکستان څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ کولو غوښتنه کړې او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د سوداګرۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب