Homeخبرونهافغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) افغانستان او ترکمنستان د ولسمشر غني په حضور کې د اقتصادي همکاریو بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

له ارګه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا هوکړه لیکونه او یو تړون نن د کانونو او مخابراتو وزارتونو سرپرستانو، د افغانستان د برېښنا شرکت او د بیات ګروپ رییسانو په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر، د ټاپي پایپ لاین او چالک شرکتونو رییسانو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوي دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د ویډیویي پیغام له لارې ویلي، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند به د ګازو، انرژۍ او اورګاډي پټلۍ په برخو کې ګډ کار او همکارۍ ولري او دغه لویې پروژې د لا موثرو همکاریو د ایجاد لپاره دي.

هغه زیاته کړې، هیواد یې غواړي چې د دې لویو پروژو له تطبیق سره د انرژۍ د تامین ترڅنګ د دواړو هیوادونو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي او د دوی اقتصادي همکارۍ به د ټولو لپاره موثرې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...