جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې ماین چاودنې ۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهارکې ماین چاودنې ۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( دوشنبه، د میزان ۷) دننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې په زرنج موټرسایکل کې ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې.

یوې ځایي سرچېنې تاند وېب پاڼې ته وویل چې، چاودنه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې شوې او په کې ۱ یوتن وژل شوی او ۴ نور ټپيان دي.

سرچینه وایي چې، پولیس سیمې ته رسېدلي او د پېښې په تړاو یې پلټنې پيل کړې دي.

بل لورته د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې ماین په یاده ولسوالۍ کې په میله ځای کې چاودلی او په کې ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د دې چاودنې مسولیت هم تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې بمي چاودنو زور اخیستی او په کې ډیری مرګ ژوبله هم عامو خلکو ته اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب