تاند ( دوشنبه، د میزان ۷) د ملي امنیت «۰۱» قطعې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر یو پوځي کارکوونکی وژلی دی.
وژل شوی کس احمد شاه خادم یار نومېده او د هغه د کورنۍ غړو ویلي،چې وړمه شپه ناوخته یې کور امنیتي ځواکونو کلابند کړ او وروسته یې احمد شاه خادم یار په ډزو وواژه.
تر دا مهاله د نوموړي د وژل کېدو لامل نه دی روښانه ،خو تیره ورځ د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلیمار ویلي، چې وژل شوی کس د ملي شورا د امنیتي چارو د رئیس وراره و.
مسلمیار ویلي امنیتي ادارې بايد د هغه د وژل کېدو په تړاو وضاحت ورکړي.
احمد شاه خادم یار د حامد کرزي په هوایي ډګر کې دنده درلوده او له روسیې څخه یې په پوځي برخه کې ماسټرۍ اخېستې وه.