Homeخبرونهمحکمې د ټيک ټاک په اړه د ټرمپ پرخلاف پرېکړه کړې

محکمې د ټيک ټاک په اړه د ټرمپ پرخلاف پرېکړه کړې

تاند (دوشنبه، د میزان ۷) په امریکا کې یوې محکمې پر ټیک ټاک د امریکايي حکومت د بندیزونو مخنیوی کړی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې د امریکا د حکومت د فرمان له مخې باید تېره شپه ټيک ټاک له امریکایي وېب پاڼو او انټرنیټي پلورنځایونو لرې کړای شوی وای، خو دغه کمپنۍ په واشنګټن کې یوې محکمې ته په شکایت کې د حکومت دا کار د امریکا د اساسي قانون پرضد عمل وباله.

خو په ورته مهال په واشنګټن کې یوې محکمې د ټیک ټاک په ګټه پرېکړه وکړه، د ټرمپ سپارښتنه یې غیر قانوني وبلله او پر انټرنیټي وېبپاڼو یې په امریکا کې د ټیک ټاک ډانلوډولو ته موقتي اجازه ورکړې ده.

ټیک ټاک چینایي کمپني ده، چې په دې وروستیو کې ټرمپ ورباندې غیر قانوني فشارونه راوستي او دې مسئلې د امریکا غبرګون پارولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...