Homeخبرونهد اذربایجان او ارمنستان ترمنځ دوهمه ورځ ده، چې جګړه روانه ده

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ دوهمه ورځ ده، چې جګړه روانه ده

تاند ( دوشنبه، د میزان ۷) د وروستیو راپورونو له مخې اذربایجان تر دې دمه له ارمنستان څخه اووه کلي نیولي دي.

اذربایجاني حکومت ویلي، دوی پیاوړي دي او ژر تر ژره به په ډېرو سیمو کې د ارمنستان نفوذ ختم کړي.

بل لورته ترکیې ویلي چې، په دې مسئله کې د اذربایجان تر څنګ ولاړ دی خو ایران بیا ویلي چې، د دواړو لورو ترمنځ یې د منځګړیتوب هڅه پیل کړې څو دغه ناندرۍ پای ته ورسېږي.

دواړو لورو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره کړي، خو وایي ملکي وګړو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ د اذربایجان دوې چورلکې او درې بې پيلوټه الوتکه غورځول شوې وې.

د یادونې وړ ده چې دوې میاشتې وړاندې هم په سرحدي سیمه قره‌باغ کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې، له کبله یې ۱۶ کسان وژل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...