شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د عبدالله سفر؛ ټاکل شوې نوموړی له قمر جاوېد باجوه...

پاکستان ته د عبدالله سفر؛ ټاکل شوې نوموړی له قمر جاوېد باجوه سره یو په یو وګوري

تاند (دوشنبه د میزان ۷) د پاکستان حکومت هغه لېست خپور کړی چې له مخې به یې ډاکتر عبدالله له پاکستاني چارواکو سره لیده کاته کوي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله به د ملاقاتونو په دې پروګرام کې د پاکستان د پوځ له لوی درستيز قمر جاويد باجوه سره یو په یو خبرې وکړي.

دغه لیدنه د یاد هېواد په راولپنډۍ ښار کې د لوی درستیز په دفتر کې تر سره کېږي.

عبدالله عبدالله تر اوسه په دې هکله له خپل اړخه معلومات نه دي ورکړي چې دې ځای ته به لاړ شي او که نه؟

باید وویل شي چې ولسمشر اشرف غني څو کاله وړاندې د پاکستان د پوځ مرکز جي ایچ کیو ته تللی و چې د افغانانو له سختو نیوکو سره مخامخ شو.

عبدالله عبدالله نن سهار د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په ملتیا په درې ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام آبد ته ورسېد.

په دې سفر کې له ښاغلي عبدالله سره د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی او یو شمېر نور افغان چارواکي ملتیا کوي.

ټاکل شوې ډاکتر عبدالله عبدالله په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر، د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

2 COMMENTS

  1. د آی ایس آی پخوانی مشر وايي، د افغانستان راتلونکې به د طالبانو او شمال ايتلاف په لا س کې وي

    https://taand.net
    تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) د پاکستان د پوځي استخباراتو پخوانی ريیس اسدالله درانی وايي، د افغانستان په راتلونکي کې به اشرف غني هیڅ رول نه لري او اصلي واک به د طالبانو، عبدالله عبدالله او د شمال ايتلاف د نورو غړیو وي.

    اسد دراني له یوه پاکستاني تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل، پاکستان لس کاله پخوا له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پلان جوړ کړ خو له دې سره سره اسلام اباد د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې رول نه لري او باید افغانان په خپله د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

    د ده په وینا پاکستان لس کاله پخوا پوهېده چې امریکا باید له افغانستانه ووځي او جګړه پای ته ورسوي.

    دراني زیاته کړه«اوس امریکايی پوځیان په وتلو دي، پاکستان د یوه هیواد په توګه لږ رول لري خو طالبان له وړاندې لا په جنګ ځپلي افغانستان کې مسلط رول لري او مهم رول به ولوبوي.»

    ده همداراز وویل چې د طالبانو ترڅنګ ډاکتر عبدالله، محمد محقق او د شمال ايتلاف نور مشران هم د افغانستان په راتلونکې کې رول لري.

    «خو اشرف غني د افغانستان په راتلونکې کې هیڅ رول نه لري ځکه چې پر افغانستان (له بهره) تپل شوی دی. د طالبانو او سیمه ییزو (شمال ايتلاف) مشرانو ترمنځ خبرې به سخته وي او بیا به پر واک وېش پرېکړه وشي.»

    د آی ایس آی دغه پخواني مشر، چې اوس هم د پاکستان افغان پالیسي جوړوونکو ته سلامشورې ورکوي، وویل «موږ د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه نه لرو. طالبان په مسلط موقف کې دي او دوی له امریکا جګړه ګټلې ده. پاکستان مهم رول نه لوبوي او دا زموږ په ګټه ده چې په افغانستان کې د نور رول د ترلاسه کولو لپاره ځان ښکېل نه کړو.»

    درانی وايي، د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان پر اردو بې ځایه ملیاردونه ډالر ضایع کړل.

    ده دا تور هم ولګاوه چې امریکا په پټه طالبانو ته ۵۰۰ ملیون ډالره رشوت ورکړی دی.

    د پاکستان د پوځ پخوانی ريیس وايي، ناټو او امریکا ته له ماتې ورکولو وروسته طالبان څوک درولی نه شي.

    د ده اشاره دې ته وه چې طالبان به په زور کابل ونیسي.

    پاکستان په نوي یمه لسیزه کې هم د افغانستان د ملي اردو، ملي پولیسو او د نظام د بنسټونو د ویجاړولو لپاره په دې نوم چې په حکومت کې د کمونستي نظام ملېشه ځواکونه شته، جګړه توده وساتله څو د افغانستان ټول تاسیسات وران شي.

  2. که چېرته ډاکتر عبدالله له جنرال باجوه سره یو په یو وکتل ، نو پدې پوه شئ چې د 1390 کلونو تاریخ بیا تکراریږي . جنګونه ، وژنې او جهاد یې په ګلبدین وکړ، خوپاچاهي او واک ته یې ملا رباني ورساوو. دا باجوه ګان هېڅکله نه غواړی طالبان او یا په پښتنو کې یو ملي وطندوسته انسان په قدرت کې پاته شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب