سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeسپورتکرکټ: په روان آی پي اېل کې راجستان تر ټولو لوړ هدف...

کرکټ: په روان آی پي اېل کې راجستان تر ټولو لوړ هدف پوره کړ

تاند ( دوشنبه، د میزان ۷) د هند دکرکټ غوره لیګ ( آی پي اېل) سیالیو ديارلسم پړاو  نهمه لوبه راجستان رایلز لوبډلې وګټله.

لومړی توپوهنه د پنجاب لوبډلې ترسره کړه چې، په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې راجستان لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو ستر هدف ورکړ.

د پنجاب له لوري په توپ وهنه کې اګروال ۱۰۶ او لوکش راهول ۶۹ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې اګروال د پنجاب لوبډلې دوهم لوبغاړی شو چې، سليزه وهي له ده وړاندې لوکش راهول د بنګلور لوبډلې په وړاندې ۱۳۲ ناسوځيدلې منډې جوړې کړې وې.

که څه هم هدف لوړ وو خو راجستان رایلز په ډېر ځيرکتیا لوبه پيل کړه او په دې بریالۍ شوه چې، د ۶ لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره او لوبه وګټي.

د راجستان لپاره په توپ وهنه کې سميت په ۲۷ توپونو ۵۰ راهول ټيويټا په ۳۱  توپونو ۵۳ او سانجو سمسون د ۷ شپږيزو او ۴ څلوريزو په مټ په ۴۲ توپونو ۸۵ تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې.

پنجاب په روان پړاو آی پي اېل سياليو کې درې لوبې کړې چې، دوه يې بايللې او يوه يې ګټلې ده خو، راجستان بيا دوه لوبې کړې او دواړه یې ګټلې دي.

نن د روانو سیالیو په لسمه لوبه کې ارسي بي د ممبۍ انډينز لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب