Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهارکانال شرکت مېرمنو ته د کار لپاره په ۶۰ جريبه ځمکه...

د ننګرهارکانال شرکت مېرمنو ته د کار لپاره په ۶۰ جريبه ځمکه پنبه کرلې

تاند (دوشنبه، دمیزان ۷) د ننګرهارکانال شرکت مطبوعاتي ریاست مسولان وایي چې ، دوی د ننګرهار مېرمنو ته د کاري زمینې برابرولو په خاطر د هډې فارم ۲ بلاک په ۶۰ جریبه ځمکه د پنبې فصل کرلی دی .

د یاد شرکت رئیس عبدالقهار حیدري وایي دوی دا کار د هغو بیوزلو میرمنو لپاره کړی چې، د کار په لټه دي.

د نوموړي په خبره په یاد فصل کې اوس لپاره ۲۵ مېرمنې په کار بوختې دي او دغه راز یې زیاته کړه د پنبې له  دانو څخه مالونو ته کنجاړه او مالوچ يې په بازار کې پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه چې، ملي پراختیا شرکت له لوري د مګړۍ د ننګرهار کانال شرکت په بېلابیلو برخو کې ګڼې پروژې روانې دي چې، په کې په زیات شمېر بې روزګاره ځوانان په کار بوخت دي.

د یادونې ده چې، په دې وروستیو کې د کورونا وبا د خپرېدو سره سم په ټوله نړۍ کې د بې کارۍ کچه لوړه شوه او خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...