سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهافغان پلاوی: د تماس ډلو ترمنځ پر اختلافي مسایلو خبرې دوام لري

افغان پلاوی: د تماس ډلو ترمنځ پر اختلافي مسایلو خبرې دوام لري

تاند ( دوشنبه، دمیزان ۷) د وسله والو طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ډلو ترمنځ لاهم  پر تګلاره خبرې روانې دي خو، یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د افغان مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري په تازه څرګندونو کې ویلي چې، د دواړو پلاوو د تماس ډلو ترمنځ تېره ورځ ناوخته بیا ناسته شوې ده او څو ساعته یې دوام کړی دی.

نوموړي په دې اړه څه نه دي ویلي چې، په غونډه کې پر کومه مسئله هوکړه شوې کنه، خو په خبره یې چې پر اختلافي مواردو بحثونه شوي او دا خبرې به دوام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ له ۱۶ ورځو راهیسې مذاکرات پیل شوي خو، دوی تر دې دمه پر اجنډاوو د بحث لپاره د تګلارې پر ټاکلو نه دي بریالي شوي.

بل لورته په افغانستان کې خونړۍ جګړه ورځ تر بلې زیاتېږي او هره ورځ د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي چې، دې مسئلې د ولس اندېښنې ډېرې کړې دي.

خو افغان ولس بیاهم د سولې راتلو ته هيله من دی او غوښتنه کوي چې، تر هرڅه لومړی دې اوربند وشي.

https://taand.net/%da%89%d8%a7%da%a9%d8%aa%d8%b1-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%b9%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%87-%d8%b1%d8%b3%d9%85%d9%8a-%d8%a8%d9%84%d9%86%d9%87-%d8%a7/

1 COMMENT

  1. زما په نظر دواړه لوري باید د افغانستان او د افغان ولس د ملي ګټو ساتلو لپاره یو د بل په مقابل کې د امکان تر حده انعطاف او نرمښت نه کار واخلي . دواړه لوري افغانان ، مسلمانان او د یوې خاورې بچیان دي . د دې وطن خلک پر ټولو حق لري چې په آرامه او مطمئنه فضا کې ژوند وکړي.
    د عمومي قضایاوو د حل په ارتباط که د مذهب موضوع مطرح کیږي ، باید د حنفي مذهب ته ترجیح ورکړل شي ، ځکه حنفي مذهب په اسلام کې او خصوصا په افغانستان کې قاطع اکثریت پیروان لري . په حنفي مذهب کې د شیعیه مذهب د پیروانو هېڅ حق نه تلف کیږي.
    د امریکا او طالبانو موافقتنامه د دوی خپل منځي موضوع ده . پدې اړه د افغانستان دولت کوم مسوولیت نه لري او هلته د افغانستان د اسلامي جمهوریت کوم رسمي مقام لاسلیک ندی کړی .
    پدې ترتیب دوه اختلافي موارد به حل شي چې یو د یوې خوا او بل د بلې خوا دریځ تائیدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب