جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهډاکترعبدالله د عمران خان په رسمي بلنه اسلام اباد ته لاړ

ډاکترعبدالله د عمران خان په رسمي بلنه اسلام اباد ته لاړ

تاند (دوشنبه، د میزان ۷) د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته لاړ.

اعلامیه کې لیکل شوي چې، نوموړی به په افغانستان کې د دایمي سولې د راتګ په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

سرچینه کاږي چې، عبدالله عبدالله به په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیرعمران خان، د پاکستان له ولسمشرعارف علوي، د استازو مجلس او سنا له مشرانو، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

د سرچینې په خبره دغه سفر د عمران خان په رسمي بلنه ترسره شوی او موخه یې هم په افغانستان کې د سولې اړوند پر وروستیو پرمختګونو خبرې کول ښودل شوي دي.

دا په وروستۍ لسیزه کې پاکستان ته د ډاکټر عبدالله عبدالله لومړنی سفر ګڼل کېږي.

1 COMMENT

  1. دغو تشریفاتي رئیسانو ته د پنجاب تشریفاتي جمهور رئیس عارف علوی هم د ملاقات زمینه برابره کړېده . د افغانستان خلک هیله لري چې په اسلام آباد کې د تشریفاتي نیالګي کینولو سره پنجابیان خپل خروړوي نور په زنځیر کلک وتړي او د انسانانو له وینو تویولو ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب